د ترهگرۍ خلاف جنگ پاکستان لگیا دی گټي، خارجه وزیر خواجه اصف وايي

د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن او د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف

د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف ویلي هیواد یې د ترهگرۍ خلاف جنگ کې مخ په گټه روان دی او د نورو هیوادونو په مقابله کې په پاکستان کې د ترهگرۍ په پیښو کې کمی لیدل کیږي.

خواجه اصف د امریکې د سفر په مهال د شورو، چارشنبې، په ورځ په واشنگټن کې خپل امریکايي هم منصب ریکس ټیلرسن نه ملاقات وکړو.

ریکس ټیلرسن سره د خواجه اصف د ملاقات په اړه په واشنگټن کې د پاکستان سفارتخانې په خپل بیان کې وویل دوړو وزیرانو د دوه اړخیزه دلچسپۍ په گڼ شمیر موضوعاتو خبرې اترې وکړې چې پکې افغانستان او د سیمې د امنیت عمومي صورتحال شامل و.

د سفارت د بیان ترمخه، د پاکستان خارجه وزیر دا خبره په ډاگه کړه چې پاکستان د ترهگرو خلاف په جنگ کې لگیا دی گټه ترلاسه کوي او د نورو هیوادونو په مقابله کې په پاکستان کې د ترهگرۍ په پیښو کې په ښکاره توگه کمی لیدل کیږي.

خواجه اصف ریکس ټیلرسن ته وویل د هر ډول وسله والې خلاف بغیر د څه تفریق د اقداماتو دلارې پاکستان په هیواد کې د ترهگرۍ په کمولو کې کامیاب شوی دی.

ریکس ټیلرسن د ترهگرۍ خلاف کوښښونو کې د پاکستان د قربانیو ستاینه وکړه، د سفارت بیان وویل او امریکايي وزیر ددې خبرې سره اتفاق وکړو چې په سیمه او افغانستان کې د امن دپاره د امریکې او د پاکستان همکاري ضروري ده.

ریکس ټیلرسن وویل د جنوبي ایشیا د پاره د صدر ډانلډ ټرمپ تگلارې د عملي کولو په مهال به د پاکستان کې د مفاداتو خیال ساتلی کیږي.

د اگست په میاشت کې د افغانستان او په مجموعي توگه د جنوبي ایشیا دپاره خپله تگلاره د اعلانولو په وخت صدر ټرمپ د پاکستان په خصوصي توگه ذکر کړی و او ويلي یې وو چې پاکستان دې په خپله خاوره د ترهگرو پناه ځایونه ختم کړي او وسله والو ډلو د حمایت خپل زوړ دریځ دې د لاسه ورکړي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې د سنیټ د عسکري چارو کمیټۍ ته وینا کې د امریکې ددفاع وزیر جم مېټس وویل پاکستان ته به یوه ورستۍ موقع ورکوي چې وسله والو خلاف په اقداماتو کې دې د امریکې ملاتړ وکړي. "مونږ يو ځل بیا د پاکستان سره په ګډه کار کوو،" جم مېټس وویل.

د ریکس ټیلرسن سره ملاقات کې خواجه اصف وویل د صدر ټرمپ د جنوبي ایشیا دپاره تگلارې په پاکستان کې په ولسي کچه سخت عکس العمل راپارولی دی ځکه چې په دې کې د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د پاکستان خدمات په مناسب ډول نه دي تسلیم شوي.

پاکستاني مامورینو د صدر ټرمپ د نوي افغان تگلارې مخالفت کوي. پاکستان وايي د افغانستان د مسلې حل د پوځي طاقت د استعمال د لارې نشي راویستل کیدی بلکې ددې حل په سیاسي طریقه راویستل کیدی شي.

تیره میاشت د ملگرو د عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ غونډې ته خپل تقریر کې د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وویل پاکستان د افغانستان جنگ خپلې خاورې ته نشي راوړی نه د کومې ناکامه تگ لارې حمایت کولی شي.

ریکس ټیلرسن سره ملاقات کې خواجه اصف د پاکستان دا دریځ تکرار کړو چې پاکستان په افغانستان کې د امن دپاره د مذاکراتو او د افغانانو په مشرۍ او ملکیت کې دسیاسي بهیر حمایت کوي.

د سفارت بیان وايي خواجه اصف ریکس ټیلرسن سره ملاقات کې په افغانستان کې د هغه سیمو په موجودگۍ تشویش څرگند کړو چې د هغه په وینا افغان حکومت پرې عملداري نه لري او وسله وال د هلته نه په پاکستان کې حملې او د حملو سازشونه کوي.

د خواجه اصف سره د ملاقات ورسته ریکس ټیلرسن خبریالانو ته وویل پاکستاني وزیر سره یې د افغانستان دپاره د صدر ټرمپ په نوي تگلاره خبرې وکړې. هغه زیاته کړه د سیمې په تناظر کې د امریکې او د پاکستان تعلقات انتهايي اهمیت لري.

ریکس ټیلرسن وویل د صدر ټرمپ نوي تگلاره یوازې د افغانستان دپاره نه ده بلکې دا د "پاکستان د اهمیت او پاکستان د اوږد مهاله ثبات" په اړه هم ده.

"مونږ د پاکستان د حکومت د اینده په اړه هم تشویش لرو په دې لړ کې مونږ غواړو چې دا باثباته وي، دا پرامنه وي،" هغه وویل.

ریکس ټیلرسن وویل د پاکستان په اړه د امریکې دریځ په مجموعي توگه د ټولې سیمې د امنیت برخه ده او پاکستان سیمې د ثبات دپاره انتهايي ډیر اهمیت لري. هغه وویل امریکا به د پاکستان سره په مخلتفو سطحو کار جاري ساتي.

ټاکل شوي ده چې خواجه اصف به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکې د قامي سلامتیه صلاحکار ایچ ار میک ماسټر سره هم لیده کاته کوي.

د پاکستان د سفارت بیان وايي خواجه اصف د ریکس ټیلرسن په بلنه د واشنگټن سفر وکړو او خواجه اصف هم ریکس ټیلرسن ته د پاکستان بلنه ورکړه چې هغه قبوله کړه او وې ویل په مناسب وخت به د اسلام اباد دوره وکړي.

د واشنگټن نه په ټیلي فون د پاکستان جیو ټیلي وژن سره خبرو کې خواجه اصف وویل ریکس ټیلرسن سره یې ملاقات "ښه شروعات" وکړل چې درواړه هیوادونه پرې نور قامونه اخیستلی شي.

د امریکې حکومت تیره میاشت وویل ترڅو پاکستان په خپله خاوره د وسله والو خلاف اقدامات ونکړي د ترهگرۍ خلاف د امریکې په کومک ٢٥٥ میلنه ډالرو امداد به نه ورکوي.