نېنسي پلوسي تشویش څرګند کړی چې په سعودي امدادي کارکوونکي په مبینه توګه تشدد شوی

رویټرز وايي سعودي ولي عهد محمد بن سلمان نه یوازې د مخالفینو اوازونه خاموشه کولو دپاره ګامونه پورته کړي بلکې سعودي عرب کې د جدت راوستلو دپاره یې سماجي اقتصادي اصلاحات معارفي کړي دي. رپورټ وايي د شاهي کورنۍ ګڼ شمېر غړي او دانشوران نیول شوي هم دي

د امریکې د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د نمایندګانو اېوان سپېکرې نېنسي پلوسي تشویش څرګند کړی چې د سعودي عرب په زندان کې بند په سعودي امدادي کارکونکي په مبینه توګه تشدد شوی دی.

سعودي مامورینو عبدلارحمان السدحان د 2018 د مارچ په میاشت کې په ریاض کې د هلال احمر امدادي ادارې د دفتر نه ونیولو. هغه د هلال احمر کارکوونکی و.

رویټرز خبري اداره وايي د امریکې سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت د اپرېل په شپږمه نېټه په خپل بیان کې وویل د رپورټونو نه معلومیږي چې السدحان ته د شل کاله قېد سزا ورکړی شوي او د شلو کلونو پورې پې د سفر پابندي لګول شوی دی.

نېنسي پلوسي د ګل، دوشنبې، په ورځ د ټوېټر دلارې وویل د السدحان د سزا خلاف د هغه د اپیل اورېدنه د ګل، دوشنبې، په ورځ ټاکل شوي وه.

مېرمن پلوسي وویل د دغې مقدمې او د سعودي حکومت د حقونو د "ټولو سرغړونو" څارنه به کوي.

مېرمن پلوسي وویل په السدحان د تشدد الزاماتو په ژوره توګه د تشویش ښکار کړې ده. هغې زیاته کړه د السدحان سزا څرګندوي چې سعودي عرب د "رای په ازادۍ" حملو ته دوام ورکړی دی.

بلخوا د السدحان خور ویلي د هغه صحت په خرابېدو دی.

“مونږ ځما د ورور د تحفظ او د هغه خرابېدونکي صحت په اړه ډېر پرېشانه یوو، چې د سعودي عرب په قېد کې د تشدد دلاندې دی او مونږ د هغه سره رابطې نه په مکمله توګه بې برخې یوو،" اریج السدحان په ټوېټرې پېغام کې وویل.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه په واشنګټن کې سعودي سفارت د دریځ معلومولو دپاره د خواست ځواب ونکړو او نه یې هم په ټوېټر بیان ورکړو.

رویټرز وايي سعودي ولي عهد محمد بن سلمان نه یوازې د مخالفینو اوازونه خاموشه کولو دپاره ګامونه پورته کړي بلکې سعودي عرب کې د جدت راوستلو دپاره یې سماجي اقتصادي اصلاحات معارفي کړي دي. رپورټ وايي د شاهي کورنۍ ګڼ شمېر غړي او دانشوران نیول شوي هم دي.

د اپرېل په میاشت کې اېم يي اېن ای یا مینا نومې د انساني حقونو ادارې چې په جنیوا کې دفتر لري په یو بیان کې یې وویل چې السدحان په ټوېټر دوه ظنریه اوکاونټونه لرل او د ترهګرۍ د ملاتړ او داعش سره د مبینه همدردۍ په الزاماتو پې مقدمه وچلولو شوه.

په هغه دا هم الزام و داسې پېغامونه به ذخیره کول او خلکو ته به یې لیږل چې ولسې نظم او د مذهبي اقدار یې خرابوول.

د مینا ترمخه د السدحان کورنۍ ته معلومه شوي چې په قېد کې په هغه سخت تشدد شوی دی چې پکې د بجلۍ شاټونه، داسې وهل چې د هغه هډونه هم پکې مات شوي وو، په کوړو وهل شوی دی، د پښو نه او په ازیت ناک حال کې ځړول شوی، د قتل او د سر قلمېدو دړکې ورکړی شوي کنځلې ورته شوي او په زباني توګه یې بې عزتي شوي ده.