د امریکې په بېلابېلو ایالتونو کې وختونه توپیر سره لري ځکه نو څنګه چې سهار د صدارتي ټاکنو بهیر په یو وخت نه وو پیل شوی همداسې د ووټ اچولو وختونه یې هم فرق کوي خو تمه کېږي چې په څو ګنټو کې د ټاکنو وخت ختم شي.
د جورجیا په فولټن کاونټي کې د رایې ورکولو په پینځو ځایونو کې د ووټ اچولو وخت غزول شوی ځکه چې سهار د ټاکنو په پیلېدو سره هلته د بمي ګواښونو له کبله د ټاکنو بهیر ځنډول شوی وو.
د اې پي د رپوټ له مخې په دغو سیمو کې د رایې ورکولو وخت هغومره غزول شوی څومره وخت چې د ووټ اچولو بهیر ځنډول شوی وو.
د ټاکنو بهیر به لومړی د انډیانا او کینټکي په برخو کې د امریکا په وخت د ماښام پر 6 بجې ختم شي، خو د دواړو ایالتونو په ځینو هغو برخو کې به د رایې ورکولو مرکزونه په ځایي وخت د ماښام تر 7 بجو پورې خلاص وي چې په مرکزي زون کې راځي.
ټاکل شوې چې د ماخوستن پر اته بجې د امریکې په تقریباً نیمایي ایالتونو کې د ووټ اچولو مرکزونه بند شي.
په دغو ایالتونو کې الاباما، کنیکټیکټ، ډلاوېر، فلورېډا، جورجیا، انډیانا، ایلینوی، کېنټکي، مېن، مېریلېنډ، میسچوسټس، میسیسیپي، میزوري، نیوهیمپشایر، نیوجرسي، نارت کېرولانا، اوهایو، اوکلاهوما، پینسلوېنیا، روډ ایلېنډ، ساوت کېرولینا، ټینیسي، ورمونټ، ویرجینیا او ویسټ ویرجینیا شامل دي.
خو د امریکې په الاسکا کې به د رایې ورکولو مرکزونه لا پرانیستي وي ځکه چې د دې ایالت وخت تر پایتخت واشنګټن ډي سي څلورګنټې شاته دی او ټاکل شوې چې په ځایي وخت ماخوستن نهه بجې او په معیاري وخت باندې د شپې پر 1 بجه ټاکنې پکې ختم شي. الاسکا له روس سره نیژدې ایالت دی.
یوه جج د کینټکي ایالت په تر ټولو زیاته ابادي لرونکې کاونټي کې دوې ګنټې نور د ووټ اچولو د وخت د غزولو غوښتنه رد کړې ځکه چې د رپوټونو له مخې د الیکټرک ووټونو اچولو په کتابونو کې تکنیکي ستونځه په ځینو ځایونو کې د ځنډ سبب شوې ده.
د اسوسېیټډ پریس د رپوټ له مخې په ټوله امریکا کې د ټاکنو له ورځې مخکې تر 82 میلینه زیاتو خلکو ووټونه اچولي، چې څلور کاله وړاندې په صدارتي ټاکنو کې د ټولو رایو تر نیمایي لږ کمې دي.
تر اوس نه د ټاکنو تر ورځې د مخکې او نه د نومبر د پینځمې د اچول شویو ووټونو نتیجې مخې ته راغلې دي او کېدای شي غیررسمي نتیجې څو ګنټې وروسته پیل شي خو د رسمي نتیجو اعلانولو به د ځینو ایالتونو د نتیجو له کبله ساعتونه یا شاید څو ورځې وخت واخلي.