د امریکې صدارتي انتخابات او "سوپر ټیوز ډي"

د امریکې په ١۴ ریاستونو کې د ډېموکرېټک گوند دننه شویو ووټونو کې پخواني نایب صدر جو بایډن د سېنټر برني سېنډرز په مقابله کې وړاندې و. جو بایډن په نهوو ریاستونو کې گټه ترلاسه کړه او برني سېنډرز په څلورو ریاستونو کې بریالی و

د امریکې موجوده صدر ډانلډ ټرمپ خلاف د سږ کال په صدارتي انتخاباتو کې د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار غوره کولو دپاره د امریکې په ١۴ ریاستونو کې د ډېموکرېټک گوند دننه شویو ووټونو کې پخواني نایب صدر جو بایډن د سېنټر برني سېنډرز په مقابله کې وړاندې و. جو بایډن په نهوو ریاستونو کې گټه ترلاسه کړه او برني سېنډرز په څلورو ریاستونو کې بریالی و.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په ١۴ ریاستونو کې په یو وخت پرایمري یا ابتدايي انتخاباتو په سبب دې ورځ ته "سوپر ټیوز ډي" وېل کېږی.

د ډیموکرېټک گوند نامزدگۍ ترلاسه کولو دپاره په یو وخت ٢٠ امېدواران په مېدان کې وو خو اوس داسې ښکاري چې مقابله د جوبایډن او د برني سېنډرز ترمنځ ده پاتې شوې ده.

جوبایډن په ورجنېیا، نارت کېرولاینا، الاباما، اوکله هومه، ټېنېسي، ارکناساس، منېسوټه، مېساچوسټس او ټېکسس ریاستونو کې د ډېموکرېټک پارټۍ دننه د امیدوار د نامزدگۍ ووټونه وگټل. په ورمانټ، یوټا، کېلېفورنیا او کالراډو ریاستونو کې سېنټر برني سنېډرز بریالی شو. په مېنس ریاست کې مقابله برابره وه او یو امیدوار هم بریالی نه دی اعلان شوی.

سېنټر برني سېنډرز په ورمانټ کې، چې د هغه کورنۍ ریاست دی، جلسې ته د وینا په مهال امید څرگند کړو چې نه یوازې به د ډېموکرېټک پارټۍ نامزدگي ترلاسه کړي بلکې د ریپبلېکن پارټۍ موجوده صدر ډانلډ ټرمپ ته به ماتی هم ورکړي.

جوبایډن په کېلېفورنیا کې د پلویانو غونډې ته وویل د هغه انتخابي مهم به ډانلډ ټرمپ د چوکۍ نه لېرې کړی.

د ډېموکرېټک پارټۍ "ډېلېگېټس" یا استازي به په صدارتي انتخاباتو کې د گوند د امېدوار غوره کولو دپاره رای ورکوي. د نهې، سه شنبې، په ورځ د ١٣٥٧ ډېلېگېټس د انتخاب دپاره په ١۴ ریاستونو کې د گوند پلویانو ووټونه ورکړل. که یو امیدوار د ١٩٩١ ډېلېگېټس حمایت ترلاسه کړي نو هغه به د ډیموکرېټک پارټۍ صدارتي امیدوار وټاکل شي او د سږ کال د نومبر په میاشت کې کېدونکوي صدارتي انتخاباتو کې به د صدر ډانلډ ټرمپ حریف وي.

صدر ټرمپ ویلي هغه به ډېر په خوشحالۍ د نومبر په دریمه نیټه کېدونکو صدارتي انتخاباتو نه وړاندې ډیموکرېټک پارټۍ امیدوار سره مباحثه کې برخه واخلي.