د امریکې په صدارتي انتخاب کې یو امیدوار هم لا په کره توګه نه دی بریالی شوی

صدر ټرمپ او جوبایډن

د امریکې د صدر د انتخاب دپاره شویو ووټونو کې د شورو، چهارشنبې، تر سحر پورې یو امیدوار هم لا په کره توګه نه ده ګټلي ځکه کې په ځینو مهمو ریاستونو کې چې ډیرو امریکایانو پکې د ډاګ دلارې رای ورکړي دي هلته د ووټونود شمېر نتیجې لا نه دي راغلي خو د یو یا بل امیدوار کامیابي ورته اړتیا لري.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د دغه ریاستونو نه لومړۍ نتېجې ښايي چې د واکمن ریپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ پکې د ډېموکرېټک پارټۍ د خپل حریف نه مخکې دی خو د ډاک دلارې ورکړی شویو ووټونو شمېر لا دوام لري او د دې نتېجه دغه صورتحال بدلوولی شي ځکه چې د بایډن زیاترو پلویانو په ډاک پېشګي ووټونه ورکړي دي.

د وي او ای رپورټ وايي د نتېجې په اړه د غیر یقينې صورتحال باوجود ډانلډ ټرمپ، چې د صدارت د څلورو کلونو د دویمې دورې امیدوار دی، د شورو، چهارشبنې، په سحر په وایټ هاوس کې د کېمرو مخې ته وویل د هغه یقین دی چې انتخاب یې ګټلی دی او د ووټونو د شمېرلو ودرولو دپاره به سپریم کورټ ته خپله مقدمه وړي.

هغه وویل دا د قام سره دهوکه ده او "تر څو چې زما تعلق دی نو ما د وړاندې نه ګټلي ده."

د دې نه وړاندې جوبایډن د ډېلاویر ریاست په وېلمنګټن ښار کې په خپل کور کې خپلو پلویانو سره خبرو کې د هغوی شکریه اده کړه او وه یې وېل ووټونه بو ګټي خو هغه زیاته کړه چې د صبر نه به کار اخلي.

صدر ټرمپ خپلو پلویانو سره خبرو کې وویل د ريپبلېکن پارټۍ وکیلان به د سپریم کورټ نه غوښتنه کوي چې په جورجیا، نارت کېرولاینا، پېنسلوېنیا، مشېګن او وېسکانسن ریاستونو کې چرته چې ټرمپ مخې دی هلته دې د ووټونو شمېر ودرولی شي خو د وي او ای رپورټ وايي که باقي پاتې ووټونه وشمارل شي نو د صدر ټرمپ صورتحال بدلیدلی شي.

د ووټونو د شمېرلو عمل ودرولو په لړ کې د صدر ټرمپ د خبرو په اړه د جو بایډن کېمپین وویل دا د هغو امریکایانو نه د هغوی جمهوري حق د اخیستلو کوښښ دی چې خپلې رای یې پېشګي ورکړي دي.