صدر ټرمپ د صدارتي انتخاب نه پس په لومړي ځل د میډیا سره خبرې وکړې 

امریکايي مطبوعاتو په انتخاب کې په غېر رسمي ډول د صدر ټرمپ حریف او د‌ ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جو بایډن کامیاب بللی دی او هغه وايي د انتقال اقتدار تیاری یې شروع کړی دی

صدر ډانلډ ټرمپ د نومبري په دریمه نېټه د صدارتي انتخاب نه پس د جمعې په ورځ په لومړي ځل په وایټ هاوس کې د خبري غونډې په موقع د کرونا وایرس په موضوع خبرې وکړې.

امریکايي مطبوعاتو په انتخاب کې په غېر رسمي ډول د صدر ټرمپ حریف او د‌ ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جو بایډن کامیاب بللی دی او هغه وايي د انتقال اقتدار تیاری یې شروع کړی دی.

خو د ريپبلېکن پارټۍ صدر ټرمپ تراوسه ماتی نه دی تسلیم کړی او د جمعې په ورځ د خبري غونډې په موقع یې هم انتخاب د بېلو په اړه څه وه نه وېل.

د وایټ هاوس په روزګارډن یا د ګلابو په باغ کې د وېنا په مهال صدر ټرمپ وویل په اینده څو هفتو کې به د کرونا ضد وېکسین هغه خلکو ته ورکړی شي چې د وایرس د زیات خطر سره مخامخ دي.

په داسې حال کې چې په امریکا کې د کرونا کېسونه او د وایرس له امله په هسپتالونو کې د خلکو د داخلیېدو شمېره بیا په زیاتېدو ده او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په امریکا کې د کرونا ۱۵۳۰۰ نوي پېښې رپورټ شوې او په بېلا بېلو ریاستونو کې د وایرس د مخنیوي په لړ کې بندیزونه پرځای کړی شوي دي صدر ټرمپ وویل هغه به لاک ډاون نه پرخای کوي.

د اېسوسي اېټیډ پرېس ترمخه صدر ټرمپ وویل "دا انتظامیه به لاک ډاون نه لګوي...په اینده کې څه کېږي، چا تا معلومه ده د چا حکومت به وي؟ زه فکر کوم چې وخت به ووايي، لیکن زه تاسو ته وېلی شم دا انتظامیه به لاک ډاون ته نه ځي."

صدر ټرمپ او د هغه مېرمن خپله هم د کرونا وایرس نه بېماران شوي وو. د دوی تر څنګ په وایټ هاوس کې د صدرټرمپ د حکومت یو شمېر لوړ رتبه مامورین هم کرونا وایرس ناروغه کړي وو.

د جمعې په ورځ واشنګټن پوسټ ورځپانې په خپل یو رپورټ کې وویل چې د امریکايي صدر د تحفظ دپاره د امنیتي ځصوصي دسته سیکرېټ سروس د ۱۳۰ نه زیاتو غړو ته هم کرونا شوي ده.

په صدارتي انتخاب کې په غېر رسمي توګه کامیاب بلل شوی امېدوار جوبایډن د کرونا وایرس په اړه د صدر ټرمپ د تګلارې سخت مخالف دی او د خپل متوقع حکومت دپاره یې د کرونا وایرس په اړه د مشېرانو یوه ډله ګمارلي ده. د جمعي په ورځ یو بیان کې جو بایډن وویل د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره په بېړنۍ توګه د ګامونو ضرورت دی ځکه چې اوس مهال دا وایرس مخ په زیاتېدو دی.

صدر ټرمپ په صدارتي انتخاب کې د درغلیو او د بې قاعدګیو الزامات پورې کړي دي او د دې په سر یې یو شمېر مقدمې هم شروع کړي دي خو مطبوعات وايي صدر ټرمپ د خپل دلیل په حق کې کوم ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.