امریکا : د ريپبلکن گوند ممکنه صدارتي اميدوارانو په پاکستان ټکونه کړي

د ريپبلکن گوند متوقع صدارتي کانديدانو د پاکستان په اړه په ظاهره يو رقم نظر خپل کړى ؤ اؤ وئ ويل امريکا په پاکستان باور کولى شي

په امريکا کې د مخالفې ډلې ريپبلکن گوند ممکنه صدارتي کانديدانو په يوه مذاکره کې د پاکستان په اړه د امريکا په تگلاره کلکې نيوکې کړي دي.
د تيرو لسو ورځو په مهال د امريکا د بهرنيو چارو د تگلارې په اړه دغه دويمه مباحثه ده چې پکې د ترهگرۍ د مخنيوي په اړه په قوانينو، دپاکستان اؤ افغانستان په گډون په نورو چارو ډاگيزې اؤ تيزې خبرې شوي دي.
راتلونکي کال کې د امريکا د صدارتي ټولټاکنو په لاره کې د صدر براک اوباما مخې ته په متوقع ډول د اودريدونکو اتوؤ کانديدانو د چا تعلق چې د ريپبلکن گوند سره دى په دغه اوسنۍ جوړه شوې مباحثه کې برخه لرله.
دغه مباحثه کيبل ټي وي اؤ سي اين اين نيغ په نيغه خپره کړې ده.
د ريپبلکن گوند متوقع صدارتي کانديدانو د پاکستان په اړه په ظاهره يو رقم نظر خپل کړى ؤ اؤ وئ ويل امريکا په پاکستان باور کولى شي.
مباحثه کې د ټيکساس گورنر رک پيري هم برخه لرله چاچې د تيرې مباحثې په پرتله دغه مباحثه غوره کارکردگي وښودله .
هغه وويل پاکستان د امريکايي مرستو دترلاسه کولو لائق نۀ دى ځکه چې د القاعده په ضد جگړه کې دپاکستان کردار د ډاډ وړ نۀ دى.
نوموړي زياته کړه داسې هيوادونو ته مرستې ورکول څه معنى نۀ لري چې په ډاگيز ډول دامريکا گټې نۀ شي خوندي کولى.
خو يو بل متوقع صدارتي اميدوار مېشل باکمان څوک چې د کانگرس د استازو د ايوان د استخباراتي کميټې غړى هم ده ښاغلى پيري بې کچه نادان وگرځولو اؤ وئ وئيل امريکا ته په ايټمي وسلو د سمبال يو تيري کوونکي اؤ بې ثباته پاکستان څخه دنورو گامونو داخستو غوښتنه هم پکار ده.
هغې د پاکستان په اړه نور هم سخت ټکي وکارول او وئ ويل "دا يو داسې قام دى چې دروغ وايي اؤ هر هغه ممکن غلط کار کوي چې هغه ستاسو په خيال اؤ خاطر کې هم نۀ شي راتلى خو ددې ترڅنگ هغوي مونږ سره د القاعده په لړ کې د خفيه معلوماتو تبادله هم کوي "
درائى عامه دجائزوترمخه دلمړي صف اميدوار او داستازو دايوان پخواني سپيکر، نيويټ، گنگرچ دپخې کارکردگۍ مظاهره وکړه او داميگريشن دپاليسۍ دبيا دسره دجوړولو ملاتړ يې وکړو.
دواکمن ډيموکريټک گوند غړو دريپپلکن سره په تعلق لرونکو متوقعې صدارتي اميدوارانو دخارجه پاليسۍ په لړ کې دکم علمۍ تور لگوي او نيوکې پرې کوي، دچين دپاره دامريکا پخوانى سفير جان هنټسمين يواځينى صدارتي اميدروار دى چا سره چې دخارجه پاليسۍ په لړ کې ژوره تجربه شته.
ايران دايټمي وسلو جوړولو دمنصوبو څخه په ډډه دساتلو لپاره پيري او گنگرچ دايران په مرکزي بينک دقدغنونو ايښودلو ملاتړ وکړو.
دگنگرچ وينا وه هغه په خيال مخکې له دې چې ايران ايټمي وسلې ترلاسه کړي دجنگ څخه پرته هلته دنظام دبدلولو دهڅو پځايې دغلته دجگړې کولو سره دوي گټه ترلاسه کولى شو ځکه چې دغه شان به دايټمي وسلو ترلاسه کولو هڅو ته هم ماتې ورکړل شي.
د پخواني سينيټر ريک سينټورم وينا ده امريکا به په هوايي اډو دمسلمانانو دکوائف او دهغوي په سختۍ سره دتالاشۍ ملاتړ کوي ځکه چې دډير څخه ډير امکان دى چې هم دغه خلک به جرمونه کوي.