جې ټونټې په اقتصادي غونډه د شام کړکیچ سیوری

د جې ټونټې هیوادونه د نړۍ په اتیه فیصد تجارت اجاره لري او د سینټ پیټرزگ په غونډه کې ځېنې شرکت کونکې پریشانه دي چې د اقتصاد په ځائې زیاتې خبرې اترې به شام په صورتحال کیږي

د جې ټونټې د سرمشرانو سالانه غونډه کې شرکت د پاره د امریکې صدر براک اوباما د زیارت په ورځ روس ته رسیدلی دی خو د غونډې کوربه صدر لادیمېر پوټن سره يي د یو په یو ملاقات څه امکان نشته.
د دواړو صدرانو ترمنځ د اختلاف مسله د شام کړکیچ دی.
د جې ټونټې غونډه چې په عمومي توگه پکې په اقتصاد خبرې اترې کیږی د شام په پوځي هدفونو د امریکې ممکنه بمبارۍ په موضوع په منځ ویشل شوي ده. د شام حکومت لخوا په باغیانو په ممکنه توگه د کیمیاوي وسلې په استعمال صدر براک اوباما د شام په عسکري هدفونو د کاروائي اعلان کړی دی. براک اوباما ویلي دغه اقدام به د کانگرس د منظورۍ ورستو اخلي.
د چین د خزانې نائب وزیر ژو گوانزاؤ دا فکر څرگند کړی دی که چرې د شام خلاف کاروائي کیږي نو د تیلو بیعې به لوړې شي.
ژو گوانزاؤ وویل شام خلاف د پوځي کاروائي په نتیجه کې به د تیلو بیعې زیاتې شي او د نړۍ اقتصاد ته به نقصان ورسیږي.
روس او چین د شام نزدې ملگري دي.
د جې ټونټې په غونډه کې روسي چارواکو بیا بیا د امریکې په دې الزام د شکوکو څرگندوه کړې ده چې د شام حکومت په خپلو خلکو زهرژن گیس استعمال کړی او د څوارلسوو نه زیات خلک يي وژلې دي.
د روس صدر لادیمیر پوټن ترجمان دمتري پسکوف په امریکائي دعوو د شکوکو څرگندونه یو خبري کانفرنس کې وکړه.
دمتري پیسکوف وايي دا الزامات چې د شام حکومت په ملکي خلکو گیس استعمال کړی د باور وړ نه دي.
خو ددې برعکس د یورپین یونین دوو لوړ رتبه چارواکو شام کې دوه هفتې وړاندې شوي حملې په سر د شام د حکومت په سختو ټکو کې غندنه وکړه.
د پورپین کمیشن صدر هوسې بروسو وویل شام کې د کیمیاوي وسلو استعمال د دنیا په ضمیر یو داغ دی.
او د پورپین کاونسل صدر هرمن وان رومپی وايي د یو شمیر زریعو نه ترلاسه شوي معلومات ښائي د شام حکومت ددغه حملو ذمه دار دی.
دواړو مشرانو وویل د شام د کړکیچ حل د سیاسي لارو چارو د لارې راویستل کیدی ‍شي.
خو فرانس چې د دواړو نړي والو جنگونو په منځنۍ موده کې يي د شام انتظام په لاس کې وو، د شام حکومت خلاف سخته لهجه استعمال کړه.
د فرانس خارجه وزیر لاغان فیبیوس د فرانس یو ټیلې وژن ته ویلي د شام په هکله د فرانس دریز د سزا او د مذاکراتو دی.
لاغان فیبیوس وویل د سزا بغیر د شام صدر بشارالسد مذاکراتو د لارې هیواد کې خانه جنگۍ ختمولو ته نشې قائله کیدی. ویل کیږي چې د شام په خانه کې د یو لک نه زیات خلک وژل شوي دي.
د روس سینټ پیټرز برگ ښار ته په رسیدو د امریکې صدر براک اوباما چې کله د خپل موټر نه ښکته شو نو د روس خپل هم منصب لادیمیر پوټن ته په ډکه خوله په مسکا شو. خو کیمرو پشا ددواړو صدرانو استازو ویلي براک اوباما او لادیمیر پوټن یو بل سره یو په یو د ملاقات څه اراده نه لري.
خپل هیواد ته د سویډن ښار سټاک هوم نه د روانیدو په وخت لادیمیر پوټن د زیارت په ورځ خبریالانو ته وویل امریکې او دروس تعلقاتو دا وخت د تاؤتریخوالي ښکار دي او روس سره تعلقاتو کې امریکا د دیوال سره جنگیدلې ده.
د جې ټونټې هیوادونه د نړۍ په اتیه فیصد تجارت اجاره لري او د سینټ پیټرزگ په غونډه کې ځېنې شرکت کونکې پریشانه دي چې د اقتصاد په ځائې زیاتې خبرې اترې به شام په صورتحال کیږي.