امریکې د چېچینا واکمن رمضان قادروف په ضد نور بندیزونه اعلان کړل

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو

د امریکې خارجه وزارت د چېچنیا واکمن رمضان قادروف په ضد کې د نورو بندیزونو اعلان کړی دی او امریکايي چارواکي وايي دا ګام په چېچنیا کې په مستقل ډول کېدونکو د انساني حقونو خلاف ورزیو سره تړلی دی.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د امریکې خارجه وزارت په پراخه کچه شواهد لري چې قادروف د لسېزې نه د زیات وخت راهسې د انساني حقونو په سنګینو خلاف ورزیو کې ککړ دی چې پکې تشدد او د عدالت نه بالا وژنې شاملې دي.

د چېچینا د مشر خلاف امریکې ګام ترمخه به هغه او د هغه د کورنۍ غړي امریکې ته سفر نشي کولی.

د قادروف نوم د وړاندې راهسې هم د امریکې په تور فهرست کې شامل و چې ترمخه یې په روسي مامورینو د ویزې پابندي لګي اساسې یې منجمد کړی شي .

د ورستي امریکايي اقدام په ځواب کې قادروف په ټېلې ګرام خپل یو تصویر خپور کړو چې هغه پکې دوه ټوپکې نیولې وي او د وسلې ‌‌ذخیره پکې هم لیدل کیږي.

مایک پامپېیو په مخاطب کولو قادروف په خپل پیغام کې لیکلي "پامپېیو، مونږ جګړه قبولوو… شیان به اوس نور هم دلچسپ شي."
د روس د خارجه وزارت ترجمانې ماریه ذخاروه وویل روس به امریکايي بندیزونو ته د ځواب لاره راوباسي.