بلینکن: د داعش پرضد جګړه نه ده ختمه شوې، باید افغانستان یې پټن ځای جوړ نه شي
د امریکا خارجه وزير اینټني بلینکن د زیات/ پنجشې په ورځ ویلي د اسلامک سټېټ یا داعش ډلې په ضد جګړه لا نه ده ختمه شوې او وايي د داعش راپورته کېدونکي خطر ته ویښ اوسیدل غواړي او دا خبره باوري کول پکار دي چې افغانستان د ترهګرو پټنځای جوړ نه شي.