امریکا وایي طالبان یې اوس هم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل دي

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو په اړه د امریکې دریځ یو ځل بیا تکرار کړ او وایي دغه ډله یې لا هم د نړیوالو اعلان شویو ترهګرو تنظیمونو په نوملړ کې شامله ده. طالبانو په وار وار له نړیوالو غوښتنه کړې چې د مشرانو نومونه دې یې له تور فهرسته وایستل شي.

د خارجه وزارت له ویاند مېتیو میلر څخه د اکتوبر پر اتمه په یوه خبري غونډه کې د وي او اې خبریال پوښتنه وکړه چې د رپوټونو له مخې د تېرې جمعې په ورځ روس د ترهګرو تنظیمونو له فهرسته د طالبانو د ایستلو پرېکړه وکړه، په دې اړه ستاسو نظر څه دی، میلر وویل:

"موږ د یو ځانګړي نړیوال ترهګر تنظیم په توګه طالبانو ته ورکړی نوم نه دی بدل کړی او د اړیکو د عادي کولو پر لور هر مهم ګام د بشري حقونو په اړه د طالبانو په چلند کې په ژور بدلون پورې اړه لري او په دې اړه د نړیوالې ټولنې تر منځ د پام وړ یووالی دی".

د اکتوبر پر څلورمه په روس کې د ماسکو فارمیټ غونډې په ترڅ کې د روس د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، هیواد یې په لوړه کچه پرېکړه کړې ده چې افغان طالبان به د ترهګرو تنظیمونو له نوملړه وباسي.

د روس سرکاري خبري ایجنسۍ «تاس» ویلي وو، د افغانستان لپاره د صدر ولادیمیر پيوټن د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وینا ده چې ددې پرېکړې عملي کولو لپاره بیلابیلو قانوني ګامونو اخستو ته اړتیا ده.

د امریکې د خارجه وزارت د ویاند مېتیو میلر په وینا، طالبانو پر ښځو او نجونو ظلم ته دوام ورکړی او ټینګار یې وکړ، امریکا له خپلو متحدینو سره په ګډه کار کوي چې پر طالبانو باندې د هغوی د توپیري سیاستونو له کبله فشار واچوي:

"کله چې زه وایم بشري حقونه له طالبانو سره زموږ په اړیکو کې لومړیتوب لري، په دې کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه شامل دي چې د طالبانو له خوا ورباندې ظلمونه دوام لري".

میلر وویل، امریکا له طالبانو سره د اړیکو لپاره دا ډاډ تر لاسه کول غواړي چې هغوی نه یواځې د ښځو په اړه خپل چلند بدل کړي بلکې ښځو او نجونو ته تعلیم ته د بیرته راستنېدو اجازه ورکړي او پر مېرمنو د کار کولو محدودیتونه لرې کړي.

له مېتو میلر څخه وپوښتل شول چې امریکا درویشت کاله مخکې د القاعده په ځپلو پسې افغانستان ته لاړه خو اوس چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، ملګري ملتونه وایي القاعده ډله بیا په دې هېواد کې منظمه او فعاله شوې ده.

ښاغلي میلر ددې مقصد لپاره د امریکې پر ګټو ټینګار وکړ چې افغانستان یو ځل بیا پر امریکا باندې د بریدکوونکو ترهګرو په ځاله بدل نه شي او ویې ویل:

"په افغانستان کې زموږ تر ټولو لویه لېوالتیا دا وه او ده چې دا هېواد بیا هېڅکله د امریکا پر ضد د ترهګرو بریدونو په پناه ځای بدل نه شي او موږ به د امریکا او متحدینو پر وړاندې د هر ډول ترهګرو ګواښونو په اړه ډېر هوښیار اوسو".

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: "لکه څنګه چې تاسو له موږه اوریدلي او موږ مخکې هم ویلي، موږ خپلې وړتیاوې ساتو چې ډاډ ترلاسه کړو امریکا د افغانستان په ګډون د سیمې [له ترهګرو بریدونو] خوندي ده".

د دوحې په تړون کې د طالبانو له ژمنې سره سره چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې به له ترهګرو ډلو لکه القاعده سره اړیکې پرې کوي، د نړیوالو تنظیمونو او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو راپورونه ښيي چې طالبانو لا هم دغه ژمنه نه ده پرځای کړې او له القاعدې سره یې نږدې اړیکې ساتلې دي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې په جولای کې په خپل یو رپوټ کې خبرداری ورکړ چې د القاعده او اسلامي دولت (داعش) په څېر د ترهګرو ډلو موجودګي به لا هم په افغانستان کې د ناامنیو سرچینه وي.

د طالبانو حکومت لا د ځانګړو ترهګرو په نړیوال نوملړ کې د خپلو مشرانو د ساتل کېدو په اړه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونو ته جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې په وار وار له نړیوالو سره په تعامل کې یو لوی خنډ له تورو فهرستونو د طالب مشرانو د نومونو نه ایستل بللي دي.

د روس په سر ښار کې د اکتوبر پر څلورمه د افغانستان په اړه د «ماسکو فارمیټ» په غوډه کې د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر لوېدیځ غږ کړی وو چې د طالبانو پر حکومت بندیزونه لرې کړي او د افغانستان په بیارغونه کې "ذمه واري" واخلي.