امریکې د ۳۰ نه زیاتې د ایران سره تړلي د خبرونو وېب پاڼې نیولي دي

د وي او ای د رپورټ ترمخه په دغو وېب پاڼو دا پېغام لیدل کېږي دغه وېب سایټونه د عدالت په امر نیول شوي دي او سره د اېف بي ايي او د تجارت وزارت بیورو اف انډسټري اېنډ سکیورتي مهرونه هم لیدل کېږي

د امریکې د انصاف وزارت د غلطو معلوماتو خپرولو په الزام د ایران سره تړلي د ۳۰ نه زیاتې د خبرونو وېب پاڼې نیولي دي.

د انصاف وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل د عدالت په امر امریکې ۳۳ وېب پاڼې ونیولې چې د ایران اسلامک رېډیو اېنډ ټېلې وژن یونین چلولې او درې وېب پاڼې یې د خطایب حزب الله بندې کړې. په بیان کې وویل شو چې دغه وېب پاڼې په ایران د لګول شویو پابندیو په خلاف ورزیو کې چلېدلې.

د وي او ای د رپورټ ترمخه ایراني مطبوعانو د دې خبرې تصدیق کړی چې د حکومت سره تړلي یو شمېر د خبرونو وېب پاڼې داسې ښکاري چې د امریکې حکومت نیولي خو څه واضحه سبب یا وضاحت یې نه دی کړی.

د وي او ای رپورټ وايي د ایران د حکومت پرېس ټي وي، د دې د عربۍ څانګه العالم او د یمن د هوثیانو سټلایټ چېنل المسیره وېب پاڼې په ناڅاپي ډول تړل شوي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په دغو وېب پاڼو دا پېغام لیدل کېږي دغه وېب سایټونه د عدالت په امر نیول شوي دي او سره د اېف بي ايي او د تجارت وزارت بیورو اف انډسټري اېنډ سکیورتي مهرونه هم لیدل کېږي.

المسیره په یو بیان کې د خپلې وېب پاڼې د نیول کېدو تصدیق وکړو او ویې وېل په هره طریقه به "زمونږ د قام په ضد د امریکايې او اسرایلي د قزاقۍ د ګامونو" مخه نیسي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه دغه خبري چېنل په بدل نوم په وېب پاڼه نشریات خپرول شروع کړل او پرېس ټي وي د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټوېټر د نوي وېب پاڼې درک شریک کړو.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه پرېس ټېلې وژن نړیوال خبرونه نشر کوي خو د ایران د ښيشي نه چاڼوي او په عامه توګه د امریکې او برطانيي په خارجه تګلاره تنقید کوي.

د ایران د خبري وېب پاڼو په ضد د امریکايي ګام نه څو ورځې وړاندې د ایران په صدارتي انتخاباتو کې ابراهیم رييسي منتخب شوی چې په غربي نړۍ د تنقید دپاره پېژندل کېږي.

د اکتوبر په میاشت کې امریکې ۹۲ وېب پاڼې نیولې وې په دې الزام چې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونه په غېرقانوني توګه د غلطو معلوماتو د خپرولو دپاره چلوي.

د فرانس ای اېف پي خبري ادارې وویل د لبنان حزب الله ډلې سره تړلې وېب پاڼې او په عراق کې د ایران پلوه ډلو سره تړلې وېب پانې هم تړل شوي دي.