کابل: په داخلي برید کې یو امریکايي عسکر وژل شوی

امریکايي پوځ ویلي د افغانستان سرښار کابل کې په یو داخلي برید کې یو امریکايي عسکر وژل شوی او یو بل ژوبل شوی.

د خالي یا شنبې په ورځ په افغانستان کې د خارجي عسکرو ویاندې ډېبري رېچرډسن په یو بیان کې ویلي برید کونکی د افغان امنیتي عسکرو غړی وو او د لومړي رپورټونو تر مخه د افغان امنیتي عسکرو په ځوابي ډزو کې سمدستي وژل شوی.

د بیان تر مخه دواړه امریکايي عسکر د برید وروسته د بګرام هوایي ډګر ته رسول شوي چرته چې د ژوبل امریکايي عسکر درملنه روانه ده.

د دغه پېښې پلټې روانې دي.

په افغانستان کې د کال ۲۰۰۸م راهسې په داخلي بریدونو کې د ۱۵۰ نه سېوا امریکايي او یا اېتلافي عسکر وژل شوي او نژدې ۲۰۰ ژوبل شوي.

داخلي بریدونه هغه حملې وي چې زیاته تره د افغان عسکرو لخوا په پوځي اډو کې په بهرنیو عسکرو ترسره کیږي.