امریکايي ځواکونو په عراق کې په ایران پلوه ملېشو هوايي حملې کړې

د سږ کال د مارچ په میاشت کې د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن په اربېل کې د اتحادي ځواکونو د مرکز دوره وکړه

د سږ کال د مارچ په میاشت کې د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن په اربېل کې د اتحادي ځواکونو د مرکز دوره وکړه

په امریکايي پوځي اډې د ډرون برید په جواب کې چې درې امریکايي عسکر يې زخمیان کړي ، امریکايي ځواکونو په عراق کې په ایران پلوه ملېشو هوايي حملې کړې دي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ حملو کې د کتایب حزب الله او ورسره د تړلو ډلو درې ځایونه په هدف شوي دي.
د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن په یو بیان کې د حملو تصدیق وکړو.

اسټن وویل دغه حملې د هغو بریدونو په جواب کې شوي چې ایران پلوه ملېشو په شام او عراق کې د امریکايي ځواکونو په ضد کړي دي. هغه زیاته کړه د امریکايي برېدونو مقصد د ایران پلوه ملېشو صلاحیت ختمول وو.

د امریکې د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمانې اېډرېین واټسن وویل کتایب حزب د ایران پلوه نورو ډلو ترڅنګ د ګل، دوشنبې، په ورځ د هغې حملې ذمه واري منلې وه چې یو امریکايي عسکر په کې سخت زخمي شوی و.

د عراق حکومت د امریکي د هوايي حملو مخالفت وکړو، دا يې د دښمنۍ او د عراق د خودمختارۍ د خلاف ورزۍ اقدام وبللو.

امریکايي او اتحادي ځواکونه په شام او عراق کې د داعش خلاف عملیاتو دپاره په سیمه کې ګمارل شوي دي.

په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل د جنګ شروع کېدو راهسې د ایران په ملاتړ جنګېدونکو ډلو په امریکايي او اتحادي ځواکونو د ۱۰۰ نه زیاتې حملې کړي دي.

امریکايي پوځ ویلي زیاتره حملې يې ناکامه کړي او یا د حملو مطلوبه هدفونه نه دي لګېدلي خو د ګل، دوشنبې، د ورځ په شان ځینو حملو کې امریکايي عسکر زخمیان شوي دي.