افغان حکومت اوربند او بین الافغاني خبرې د قطر د مذاکراتو گټه گڼي

افغان صدر اشرف غني د یو افغان ټیلې وژن سره مرکه کوي

د افغانستان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي دي په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو نتیجه باید دا وي چې اوربند وشي او د طالبانو او د افغان حکومت خبرې اترې پېل شي.

صدیق صدیقي وايي که چېرې طآلبان افغان حکومت سره خبرو ته نه کښېني نو بیا سوله چرته راځي ؟

د ډیوه پروگرام هېلو وي او اې کې د خبرو په وخت د ولسمشر ویاند وویل چې د افغان حکومت لپاره به معنا داره خبره دا وي چې په لوظنامه کې د اوربند خبره لیک وي.

صدیقي زیاتوي چې جگړه ختمول او اوربند د افغان اولس اساسي غوښته ده او که د لسو میاشتو په خبرو که طآلبان د امریکایانو سره په لوظنامه کې د اوربند ذکر نه کوي نو داسې سوله به افغانانو ته څه گټه اورسوي؟

امریکا او افغان طالبان وايي چې ددوي ترمنځه د سولې په لړ کې اهمې پرمختیاوې شوي دي او پرله پسې دا دوه خبرې تکرار شوي چې د سولې تړاو په صورت کې به امریکا د افغانستان نه مرحله وار خپل ځواکونه اوباسي او افغان طالبان به دا ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به بیا د القاعده او نورو ترهگرو ډلو ځای نه جوړېږي چې د امریکا لپاره گواښ وي.

د افغانستان د اولسمشرۍ ویاند صدیقي وايي چې نړیوالو ته که دوي ( طالبان) د سولې په اړه څه هم ضمانتونه ورکوي هغه ددوي خپل کار دی خو افغان حکومت د اولس په مرسته دا خبره کوي چې باید اول طآلبان د افغان اولس غوښتنه اومني او د اولس په وړاندې جگړه بنده کړي.

صدیق صدیقي ویل چې د افغانستان نه د امریکايي عسکرو کمولو لپاره امریکا یو منظم پروگرام لري، که چرې امریکا خپل ځواکونه کموي یا زیاتوي نو د هغې لپاره د امریکا او د افغان حکومت ترمنځه یو طریقه کار موجود دی او په دې لړ کې که څه هم کېږي نو ددې لپاره به شراېط ټاکل کېږي.