د امریکې جنوبي ټیکسس ریاست کې پولیس په دې اړه تحقیقات شورو کړې دي چې هلته په یو اسلامي مرکز کې لگیدلی اور د څه حادثې نتیجه وه او که چا قصداً لگولی وو.
د هیوسټن ښار په قبا اسلامک انسټیټیوټ کې د جمعې په ورځ اور لگیدلی وو. مرکز کې سکول او جومات شامل دي.
د اور په نتیجه کې ودانۍ څه برخه تباه شوه.
د مرکز عملې په د سماجي رابطې فیس بک په پاڼه خپل پیغام کې ویلي "تحقیق کونکو دا واضحه کړې ده چې اور په حادثاتي توگه نه وو لگیدلی."
"مونږ باید چې پوه شو: تحقیقات روان دي،" مرکز وویل. "مهرباني به وي، نفرت مه خوروۍ، لکه د پیغمر محمد (ص ) مینه، زغم او هم اهنگي خوروۍ."
قبا اسلامک انسټیټیوټ ویلي د مرکز په کومه برخه کې چې اور لگیدلی وو هلته کمپیوټرې پرتې وي.
ټیکسس کې تحقیقات په داسې حال کې شورو شوې دي چې په مسلمانانو شوو حملو ډیر د نزدې نه جاج اخیستلی کیږي.
شمالي کیرولائنه ریاست کې پولیس او تحقیقاتي ادارې په دې اړه هم غور کوي چې آیا هلته تیره هفته د دریو مسلمانانو وژل کیدل خو په مذهبي بنیادونه نه وو شوي؟
شمالي کیرولائنه کې چارواکې وايي دغه قتلونه د موټر اودرولو ځائې یا پارکنگ په مسله د ډیر وخت راهسې روانې چگړې نتیجه ده خو د وژل شوو کسانو خپل خپلوان او ملگري وايي قتلونه د مذهبي کرکې نتیجه ده.
د قتل په الزام کې پولیس یو کس نیولی دی.