صدر ټرمپ او جوبایډن به په پنسلوېنیا کې د ۹/۱۱ کلیزه لمانځي

په پېنسلوېنیا کې د ۲۲۰۰ پارک د پرواز ۹۳ په یاد کې جوړ شوی دی. د مسافرو دغه جهاز په دغه مقام غورځیدلی و او په الوتکه کې سواره ټول ۴۰ کسان ووژل شوو. دوه نور جهازونه د نیویارک د ورلډ ټرېډ سېنټر ودانیو سره ټکر شوي وو چې پکې قریباً ۳۰۰۰ کسان ووژل شوو

په پېنسلوېنیا کې د ۲۲۰۰ پارک د پرواز ۹۳ په یاد کې جوړ شوی دی. د مسافرو دغه جهاز په دغه مقام غورځیدلی و او په الوتکه کې سواره ټول ۴۰ کسان ووژل شوو. دوه نور جهازونه د نیویارک د ورلډ ټرېډ سېنټر ودانیو سره ټکر شوي وو چې پکې قریباً ۳۰۰۰ کسان ووژل شوو

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د نومبر په صدارتي انتخاباتو کې د ډېموکرېټک پارټۍ د هغه حریف جوبایډن به په پېنسلوېنیا ریاست کې د ۹/۱۱ حملو ۱۹ کلېزه لمانځي.

د دغه خبرې اعلان وايټ هاوس او د جوبایډن صدارتي انتخاباتو کمپین د شورو‌، چهارشنبې، په ورځ وکړو. د ۹/۱۱ حملو یو جهاز په کلیوالا پېنسلوېنیا کې غورځیدلی و.

په سم لاسي ډول دا نه ده معلومه چې ایا د پېنلسوېنیا ریاست شېنکسوېل کلي ته به د صدر ټرمپ او د جوبایډن تګ د یو بل نه څومره لرې وي خو په تېرو څو میاشتو کې به دا لومړی ځل وي چې دواړه صدارتي امیدواران بهیو ځای ته ورځي.

نېشنل پارک سروس چې د ۹/۱۱ لمانځولو دستورې انتظام کوي وايي د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر به د سږ کال دستوره مختصر وي. ادارې ویلي د دستورې ټول وخت به ۲۰ منټه وي، د پرواز ۹۳ ټولو مسافرانو نومونه په اخیستل کېږي او د بېلز اف ريمېمبرنس یا د یادونې جرسونه په غږول کېږي. دستورې ته وېنا کوونکي یا موسیقي غږوونکي مېلمانه به د سږ کال په دستوره کې نه وي.

د وایټ هاوس ترجمان جووډ ډیر وویل د واک من ريپبلېکن پارټۍ صدر ټرمپ او د هغه مېرمن مېلانیا ټرمپ به پېنسلوېنیا ته ورځي او هغه خلک به یادوي چې په ۹/۱۱ نه ژوندونه تللي دي. ترجمان وویل صدر‌ټرمپ به دستورې ته وېنا هم کوي خو نه وایټ هاوس او نه هم پارک سروس وویل چې د وړاندې ته ترتېب شوي دستوره کې به د صدر ټرمپ تقریر ته به څنګه ځای ورکوي.

نایب صدر مایک پېنس او د هغه مېرمن کېرن به سږ کال د ۹/۱۱ دستوره په نیویارک کې لمانځي.

په پېنسلوېنیا کې د ۲۲۰۰ پارک د پرواز ۹۳ په یاد کې جوړ شوی دی. د مسافرو دغه جهاز په دغه مقام غورځیدلی و او په الوتکه کې سواره ټول ۴۰ کسان ووژل شوو. دوه نور جهازونه د نیویارک د ورلډ ټرېډ سېنټر ودانیو سره ټکر شوي وو چې پکې قریباً ۳۰۰۰ کسان ووژل شوو.