صدر ټرمپ: په کرونا وایرس د چین خاموشۍ مرض په نړۍ کې خپور کړو

په هېواد کې د اقتصادي بدحالۍ مخه نیولو په لړ کې صدر ټرمپ وویل حکومت باید په هغو کمپنیو کې د شراکت برخې واخلي چې د کرونا وایرس له امله د اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دي او د حکومت مالي امداد ته اړتیا لري

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په چین خپل تنقید تکرار کړی چې د کرونا وایرس په اړه یې خاموشي اختیار کړې وه او په وخت یې معلومات نه وو شریک کړي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه په چین خپل تنقید کې صدر ټرمپ وویل په کرونا ډیر زر او ډیر په اسانه قابو موندل کېدلی شو که چېري چین په وخت نړۍ ته د دې په اړه معلومات ورکړی وی.

په هېواد کې د اقتصادي بدحالۍ مخه نیولو په لړ کې صدر ټرمپ وویل حکومت باید په هغو کمپنیو کې د شراکت برخې واخلي چې د کرونا وایرس له امله د اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دي او د حکومت مالي امداد ته اړتیا لري.

صدر ټرمپ وویل هغه د صدر په حېثیت کې د هېواد اقتٌصاد د زیان نه بچ ساتلو په لړ کې په پراخه کچه اختیارات لري.

ای پي وايي که چېرې حکومت په غیر حکومتي کمپنیو کې سرمایه کاري وکړه نو دا به یو غیر معمولي دګام وي.

صدر ټرمپ امریکایانو ته باور ورکړو د کرونا د خپریدو په ترڅ کې به ورسره نور امداد د دوی په لار دی.

په دې خاطر چې د کرونا وایرس خلاف دوا ترلاسه شي، صدر خپل هغه اختیارات هم استعمال کړي دي چې یوازې په غیر معمولي حالاتو کې استعمالیږي.

صدر ټرمپ یو قانون هم لاس لیک کړی چې ګانګرس هم منظور کړی. د دغه قانون دلاندې هغه کارکونکي رخصتي اخیستلی شي چې د کرونا دلاسه ناروغه شي.