د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ به د کانگرس د دواړ ایوانو مشترکه غونډې ته د نهې، سه شنبې، په ماښام خپل وړمبی تقریر کوي او د اینده کال دپاره به د بجټ په خپلو ترجیحاتو خبرې اترې کوي.
د جنورۍ په شلمه نټیه د خپلې چوکۍ سوگند پورته کولو ورسته د کانگرس ایوان بالا، سینیټ، او د نمایندگانو ایوان، هاوس اف ریپریزینټیټیوز، شریکې ناستې ته دا د ډانلډ ټرمپ وړمبی تقریر دی.
صدر ټرمپ د خپل تقریر په اړه د وړاندې نه څه معلومات په وایټ هاوس کې د ریاستونو د گورنرانو سره په غونډه کې شریک کړل.
ډانلډ ټرمپ وايي بجټ د هغه د لوظ سره سم دی چې پکې توجه امریکایانو ته په تحفظ ورکړی شوي ده، چې ترهگر اوجرایم پیشه خلک هیواد ته د راتگ نه ودروي او یا بیرته ولیږلی شی.
د بای پارټیزن پالسي سنیټر په نوم د څیړنې ادارې جان فورټیر وايي صدر ټرمپ به په دفاعي بجټ کې د اضافي ترڅنگ د هیواد دننه په گڼ شمیر پروگرامونو کې د کمي او د ټیکس او د صحت د خیر ښیگړې په نظام کې د اصلاحاتو په اړه خبرې اترې کوي.
جان فورټیر وايي صدر او په کانگرس کې د ریپلیکن پارټۍ غړي په گڼ شمیر موضوعاتو اتفاق رای لري چې پکې د اوباما کیر ختمول او په سرحد د امنیت نظام بهتر کول شامل دي.
د ډیموکریټک پارټۍ غړي د صدر د اقداماتو مخالف ښکاري او داسې گڼل کیږي چې دوي به ددغه مخالفت څرگندولو نه ډډه نه ونکړي.
د ډیموکریټک پارټۍ نوی منتخب چیرمین صدر ټامر پیریز ډانلډ ټرمپ په مخاطب کولو وايي ډانلډ ټرمپ ته د امریکې نمایندگي نه کوي. ډانلډ ټرمپ ستا د هغه اقدارو مخالفت به کوو چې په امریکا کې نفاق راولاړوي.
په ریپلیکن پارټۍ د کانگرس غړي په ورستو ورځو کې په خپلو حلقو کې په عوامي غونډو کې د صدر ټرمپ او په د صحت د خیر ښیگړې د تگ لارې په مسله د سخت مخالفت سره مخامخ شوي دي.
په سینټ کې د ریپلیکن پارټۍ مشر سنیټر مچ مکانل په جلسه کې دا احتجاج کونکي میرمن وايي پخواني فوجیان ناروغه دي، د علاج پیسې ورسره نشته او د خپل ضرورت شیان نشي اخیستلی.
خو داسې ښکاري چې صدر ټرمپ هم نه یوازې د حزب اختلاف ډیموکریټک پارټۍ بلکې د میډیا سره جنگ ته ځان تیار کړی دی.
صدر ټرمپ وايي مونږ به جنگیږو، مونږ به جنگیدو. دوي ډیر هوښیار دي خو چالباز او بد دیانته دي.
د ریپلیکن پارټۍ ځینې غړي په میډیا د ټکونو مخالفت کوي او گڼی چې دا په غیر ضروري توگه توجه بلخوا اړوي. خو د ریپلیکن پارټۍ پالیسي ساز جان فیري وايي دا د صدر ټرمپ د غیر متوقع فطرت برخه ده.
جان فیري وايي هغه قصداً غیر متوقع تگ لاره خپله کړې ده.
کانگرس ته په خپل تقریر کې به ډانلډ ټرمپ ووټرانو ته د خپل صدارت په اړه اعتماد ورکوي چې په وړمبۍ ورځو کې د گډوډۍ ښکار لیدل کیږي او کوښښ به کوي چې په نظر پوښتنو کې خپله خرابه درجه بندي ښه کړي چې د یو صدر په وړمبو ورځو کې په ټیټه کچه ښودل کیږي.