په امریکا کې د کرونا بېړنی حال اعلان شو

"مونږ به د کرونا په خطر قابو ومومو،" صدر ټرمپ د جمعې په ماسپښین په قامي کچه نشر شوي تقریر کې وویل

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره "نېشنل اېمرجنسي" یا د بېړني حال اعلان وکړو.

په وایټ هاوس کې د حکومت د صحت د ادارو چارواکو او د دوایانو د کمپنو مامورینو ترڅنگ غونډې ته وېنا کې صدر ټرمپ وویل د بېړني حال اعلانولو په ترڅ کې به د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره مرکزي حکومت د اربونو ډالرو مالي وسایل مهیا کړی شي.

"مونږ به د کرونا په خطر قابو ومومو،" صدر ټرمپ د جمعې په ماسپښین په قامي کچه نشر شوي تقریر کې وویل.

صدر ټرمپ وویل د نېشنل اېمرجنسي دلاندې به وفاقي حکومت د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې کوښښونو دپاره ٥٠ ارب ډالر وړاندې کوي چې د طبي سهولتونو دپاره په یې وفاقي او ریاستي حکومتونه استعمالولی شي.

صدر ټرمپ په ریاستي حکومتونو او هسپتالونو غږ وکړو چې د بیړني حالاتو دپاره دې ځانونه تیار کړي.

په امریکا کې د کرونا تر ټولو زیات کېسونه په واشنگټن ریاست کې رپورټ شوي دي. په دغه ریاست کې د دې وایرس دلاسه ٣١ کسان مړه شوي دي.

د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن وايي په امریکا کې د کرونا وایرس دلاسه ۴١ کسان مړه شوي او په هېواد کې د دې وایرس د ناروغانو شمیره ١٠٠٠ ته رسېدلې ده.

صدر ټرمپ د یورپ نه امریکې ته د خلکو په راتگ پابندي لگولي ده او په یو شمېر ریاستونو کې د سکولونه او تعلیمي ادارې ترل شوي دي.

په نیویارک ښار کې د موسیقۍ پروگرامونه او په لویه کچه د خلکو په رایوځای کیدلو پابندي لگول شوي ده.