د امریکې نومنتخب صدر ډانلډ ټرمپ او غیر روایتي سفارتکاري

  • ایاز گل

د امریکې نومنتخب صدر ډانلډ ټرمپ او نومنتخب نایب صدر مایک پینس

د امریکې نو منتخب صدر ډانلډ ټرمپ او د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په ټیلي فون غیر رسمي خبرو اترو دا تاثر راپارولی دی چې آیا په نړي واله کچه د مختلفو هیوادونو ترمنځ د مسلو د هواري دپاره به هغه غیر روایتي لارې چارې استعمالوي؟

د تیرو څو کلونو راهسې امریکايي مامورین وايي په افغانستان کې د طالبانو د قوت او د پرمختگ سبب د پاکستان ملاتړ دی. په افغانستان کې اوس هم د زرگونو په شمیره کې امریکايي عسکر د ترهگرو خلاف په جنگ او د افغان امنیتي ځواکونو په تربیه کې مصروف دي.

اسلام اباد طالبانو ته په پاکستان کې د پناه ورکولو خبره ردوي. چارواکې وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ٢٦٠٠ کلومیټره اوږد سرحد باندې په مکمله توگه د وسله والو د تگ راتگ مخه نیول ممکن نه دي او په پاکستان کې د لکونو په شمیره کې د افغان کډوالو د موجودگۍ نه وسله وال گټه پورته کوي او د مهاجرو په شکل کې د پټیدو موقع په لاس ورکوي.

د ډانلډ ټرمپ او د نواز شریف د مکالمې په اړه د پاکستان د حکومت له خوا شائع شوی بیان وايي نومنتخب امریکايي صدر د نواز شریف او د هغه د کارگردۍ ستاینه وکړه او وې ویل د پاکستان دوره به د هغه د پاره په زړه پورې کار وي.

مبصرینو نه د ډانلډ ټرمپ په څرگندونو او د پاکستان د حکومت په بیان نه یوازې حیرانیته ښکاره کړې بلکه به په دې يي ټوکې خنده هم کړې ده. پاکستاني چارواکو او د وزیراعظم نوازشریف مشریرانو دغه تنقید رد کړی دی.

د پاکستان د خارجه وزارت یو چارواکې د نوم د نه څرگندولو په شرط وي او ای ته ویلی د ډانلډ ټرمپ او د نوازشریف د خبرو اترو په اړه بیان د سفارتي ادابو سره سم دی او د ښاغلي ټرمپ معاونینو هم ددې څه تردید نه دی کړی.

پاکستاني سیاستدان سنیټر مشاهد حسین هم د ډانلډ ټرمپ او د نوازشریف په مکالمه د تنقید کونکو مخالفت کړی دی. هغه ویلي داسې ښکاري چې ډانلډ ټرمپ د سفارتکارۍ د روایتي طریقې نه خپلول غواړي.

ډانلډ ټرمپ سره د نوازشریف خبرې اترې وړاندې بوتلو دپاره د پاکستاني وزیراعظم د خارجه چارو مشیر طارق فاطمي د واشنگټن دوره وکړه چې پکې هغه د کانگرس غړو ته هم په سیمه کې د امن او امان دپاره د پاکستان د کوښښونو په اړه معلومات ورکړل.

سنیټر مشاهد حسین وايي د موجوده امریکايي براک اوباما د تگ لارې له امله نه یوازې د پاکستان او امریکې تعلقات د تاوتریخوالي ښکار وو بلکه د افغانستان په اړه د واشنگټن په تگ لاره هم کړکیچونه موجود وو.

د وزیراعظم نواز شریف او د ډانلډ ټرمپ د مکالمي په اړه د پاکستان سرکاري بیان کې ویل شوي چې ټرمپ "تیار او راضي" دی د موجوده مسلو په حل کولو کې هر قسمه کردار ادا کړي.

طارق فاطمي ویلي د ډانلډ ټرمپ اشاره د پاکستان او د هندوستان ترمنځ د کشمیر په سر شخړې ته وه.

په نوي دلي کې هم د ډانلډ ټرمپ بیان خلک حیران کړل خو مامورین ترې دا مطلب نه اخلي چې گني د سیمې په اړه به د هغه د تگ لارې بنیاد د پاکستاني وزیراعظم سره د هغه دغه خبرې اترې وي.

هندوستان د کشمیر په مسله پاکستان سره د دریم فریق له خوا د ثاثۍ مسلسل مخالفت کړی دی.

د هندوستان د خارجه وزارت ترجمان ویکاس سواروپ ویلي د پاکستان او د هندوستان ترمنځ تر ټولو لویه موجوده شخړه ترهگرو سره د پاکستان د ملاتړ معامله ده او ددې مسلې د حل دپاره به هندوستان د امریکا او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو هرکلی کوي.

په واشنگټن کې د هندوستان پخواني سفیر لالت مان سنگ ویلي د نوازشریف او ډانلډ ټرمپ په خبرو اترو وار خطا کیدل نه دي پکار. هغه ویلي د ټرمپ دا خبره چې هغه په سیمه کې د موجوده مسلو په هوارولو کې کردار ادا کولو ته تیار دی دا معنه نه لري چې گني هغه به د کشمیر په مسله منځگړي توب وکړي.

په واشنگټن کې د وډ رو ویلسن انټرنیشنل سینټر فار سکارلز څیړنکار مایکل کوگل مین د پاکستان په ډان ورځپاڼه کې په خپل مضمون کې لیکي چې د ډانلډ ټرمپ په اړه په کره توگه څه رای قایمول مشکل کار دی ځکه چې هر څوک يي د ځان په اړه په اندازو لگولو کې ساتلي دي.

یادگیرنه: نوي دلي نه د وي او ای خبریالې انجانا پسریشا هم ددې خبر دپاره رپورټنگ کړی دی