د صدر ټرمپ د مهاجرت په حکمنامه ځنډ پرځای، صدر يي مخالفت وکړ

د امریکې په سین فرانسسکو ښار کې د اپیلونو عدالت د صدر ډانلډ ټرمپ د مهاجرت د حکمنامې منسوخي برقرار وساتله. صدر ټرمپ په ردعمل کې وویل عدالت په سیاسي بنیاد خپله فیصله واوروله.

د سین فرانسسکو د ناینت سرکټ اپیلزکورټ، یا د اپیلونو عدالت، دریو ججانو په مشترکه فیصله کې د زیلي عدالت فیصله پرځای وساتله. زیلي عدالت تیره هفته د صدر ټرمپ هغه حکمنامه په عارضي ډول منسوخ کړه چې د مسلمانانو د اکثریت اووه هیوادونو څخه يي امریکې ته په مهاجرت پابندي لگولې وه.

د واشنگټن ریاست په سیاټل ښار کې د وفاقي عدالت جج د صدر ټرمپ د مهاجرت حکمنامه ځنډولې وه. وفاقي حکومت ددغه فیصلې خلاف د اپیلونو عدالت کې اپیل درج کړی و.

د حکومت د درخواست پرضد چې په صدارتي حکمنامه دې منسوخي ختمه کړی شي، د سین فرانسسکو عدالت ویل وفاقي حکومت په کامیابۍ د مقدمې په قانوني اړخونو دلایل نه دي ورکړي.

د زیارت، پنجشنبې، په ماښام د سین فرانسسکو عدالت د فیصلې په جواب کې صدر ټرمپ په ټویټر یو پیغام کې وویل "عدالت کې به گورو، زمونږ د قام امنیت په داو لگیدلی دی."

ددې ورسته، صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل "عدالت سیاسي" فیصله کړې ده او د هغه حکومت به بالاخر دا مقدمه "ډیره په اسانه" وگټي.

د واشنگټن ریاست په سیاټل ښار چرته چې زیلي عدالت د صدر ټرمپ حکمنامه په عارضي ډول منسوخ کړې وه، د ریاست مشر سرکاري وکیل باب فرگسن، وویل "مونږ د قوانینو ریاست یو او دا قوانین د هر چا دپاره دي چې پکې د امریکې صدر هم شامل دی."

تیره هفته چې کله د سیاټل جج د صدر حکمنامه وځنډوله نو ډانلډ ټرمپ پرې تنقید کړی و او ورته يي د خندا وړ فیصله وویل. صدر وویل ددغه فیصلې په نتیجه کې به د هغه په وینا ډیر خطرناک خلک امریکې ته داخل شي.

د اپیلونو په عدالت کې د حکومتي وکیلانو دریځ وو چې صدر د خپل قانوني اختیار دلاندې د مهاجرت په اړه خپله حکمنامه جاري کړې ده او د کومو اوو ملکونو په وگړو امریکې ته په مهاجرت پابندي لگول شوي وه دغه هیوادونو سره تړلي د ترهگرۍ اندیښمني راپورته شوي وه.

د واشنگټن په شمول کومو ریاستونو چې د صدر ټرمپ د حکمنامې په اړه عدالتونو ته مقدمه وړلې وه ددوي دریځ وو چې د صدر دا اقدام د آئین خلاف ورز‏ي ده ځکه چې د مذهب په بنیاد خلک په نخښه کړی شوي دي.

د کومو هیوادونو څخه چې امریکې ته په مهاجرت پابندي لگول شوي وه پکې ایران، عراق، لیبیا، صومالیه، سوډان، شام او یمن شامل دي.

په امریکا کې د مسلمانانو د حقونو تنظیم کاونسل ان امریکن اسلامک ریلیشنز، کیر، د سین فرانسسکو د اپیلو عدالت د فیصلې هرکلی وکړو. تنظیم په خپل یو بیان کې وویل دا فیصله په امریکا کې د عدليي خپلواکي په ډاگه کوي.

د اووه مسلمان اکثریتي هیوادونو څخه د مهاجرت ځنډولو د صدر ټرمپ اقدام په امریکا کې میشه د مسلمانانو په ټولنه کې تشویش راپارولی و. خو د ټولنې ځینې غړو د سنی فرانسسکو د عدالت د فیصلې هرکلی وکړو.

برهان افریدي په ورجینیا ریاست کې اباد پښتون دی وې ویل د امریکې ریاستي ادارې د خپل د واک اخیتار نه بهر گام نشي پورته کولی او که چرې کانگرس یا وایټ هاوس داسې اقدام وکړی چې د ائین سره په تضاد کې وي نو په داسې معاملېو کې بیا عدالت خپله فیصله اوروي.