د امریکا په ورجینیا ایالت کې یو وسلوال ۱۱ کسان وژلي دي

واشنګټن: پولیس وايي، د امریکا د ورجینیا ایالت په ورجینیا بیچ سیمه کې یو وسلوال پر خلکو ډزې کړي، ۱۱ کسان یې وژلي او شپږ نور یې ژوبل کړي دي.

د پولیسو مشر جیمز سروېرا د جمعې په ورځ وویل، برید کونکي د ښاروالۍ په یوې ودانۍ کې پر خلکو ناتاره ډزې کړي او په ګولیو لګېدلو کسانو کې یو پولیس هم شامل دی.

خبر زیاتوي، پېښه د جمعې په ورځ ماسپښین څلور بجې رامنځ ته شوې ده.

پولیس وايي، د پېښې په تړاو یو مشکوک کس نیول شوی دی او دا مهال له پولیسو سره دی.