امریکا خبرداری ورکړی چې په ټاکنو کې د اثر زیاتیدو هڅې، هدف تشدد راپارول دي

د امریکا د استخباراتو د لوړ پوړو چارواکو په وینا د امریکا د مخالفینو لخوا د امریکایانو د ویشلو او په راتلونکو صدارتي ټاکنو کې د بې باورۍ د زیاتولو هڅې د مخکې نه زیاتې شوي دي.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د ملي استخباراتو د دفتر لخوا خپور شوي جایزه کې ویلي چې ځینې هیوادونه داسې بریښي چې د ټاکنو اړوند تاوتریخوالی رامینځته کولو لپاره اضافي اقداماتو ته مخه کوي.

دغه ارزونې/ جایزه کې راغلي "بهرني هیوادونه - په ځانګړې توګه روس، ایران او چین - د امریکایانو د ویشلو او د امریکا د ډیموکریټک سیسټم په اړه د امریکایانو باور ته د زیان رسولو لپاره د ویشلو بیانیو د خپرولو اراده لري."

دغه استخبارتي جایزه کې راغلي چې روس او ایران "ښایي د تاوتریخوالي د هڅولو کوښښ وکړي."

ځانګړې اندیښنه د هغه څه په اړه ده چې داسې ښکاري چې د ټاکنو له پای ته رسیدو وروسته، ساعتونو/ګنټو ورځو او اونیو باندې تمرکز زیاتیږي، کله چې به دا ووټونو شمیرل او تصدیق پیل شوي وي.

د امریکا یو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته وویل چې "شاید د غلطو بیانیواو داسې مواد په خپرولو کې به اضافه وکړي چې دوي یې په اړه فکر کوي چې د انتخابتو په اړه به ابهام پیدا کړي، لکه په ټاکنو کې د بې نظمیو په اړه ادعاګانې پوسټ کول.

دغه چارواکي وویل چې روس، ایران او چین "ممکن د غلطو معلوماتو د خپرولو یا د لاریونونو او ګواښونو د پراخولو لپاره د خطر یوه کړکۍ ولټوي " کله چې به د رایې ورکولو مرکزونه بندیدل پیل شوي وي.

دغه چارواکي وویل: "بهرني هڅول شوي یا پراخ شوي تشدد ډک لاریونونه، د ټاکنو کارمندانو یا ریاستي او مقامي چارواکو ته فزیکي ګواښونه کولی شي د تصدیق او د الیکټورل کالج پروسې ترسره کولو لپاره د ریاستي او مقامي چارواکو صلاحیت چیلنج کړي.

روس، چین او ایران ټولو په ټاکنو کې د لاسوهنې په اړه د امریکا پخواني تورونه رد کړي دي.

روس او ایران تر اوسه د وایس اف امریکا سوالونو ته ځواب نه دی ویلی، خو چین د سه شنبې په ورځ بیا د امریکا د استخباراتو وروستۍ موندنې رد کړې.

په واشنګټن کې د چین د سفارت ویاند لیو پینګیو وي او اې ته په یوه ایمیل کې ویلي، "د صدارتي ټاکنې د امریکا خپله چارې دي." "چین هیڅ اراده نه لري او نه به مداخله وکړي."

په یوه کیس کې، د امریکا چارواکو وویل چې د روس د استخباراتو یو یونټ د هغه چه د ګمارلو هڅه کړي چې د دوی ارزونه یې احتمال لري چې د لاریونونو کولو لپاره یو ناپوهه امریکایی وي.

دوی تیره میاشت هغه اقداماتو ته هم اشاره وکړه چې د امریکا د ډیرو ادارو لخوا د روس د اثر د هڅو د مخنیوي لپاره ترسره شوي، پشمول د جعلي ویب پاڼو کارول او د روس پلوه پروپیګنډه د پاره د لس ملینه ډالرو د پاره یوه شیل کمپنې جوړول هم شامل دي.

همدارنګه تیره میاشت، امریکا د دریو ایراني هیکرانو په سر انعامونه او مجرمانه تورونه درج کړي، چې ټول یې د ټرمپ د بیا انتخاب کمپاین د کمزوري کولو په لټه کې تورن کړي.

امریکا چارواکي باور څرګندوي چې دوي انتظامات پرځاي کړي چې د مخالفینو د بریدونو یا هیک کولو مخه ونیسي کوم چې د رایو ثبتولو او شمیرلو لپاره کارول کیږي خو اندیښنه موجود ده چې دوی به د امریکا نور انفراسټراکچر په نښه کړي چې مقصد به یې ویره یا تاوتریخوالی رامینځته کول وي.

د سي اي ایس اې چارواکي وایي دا یو ریښتینی امکان دی چې خنډونه رامنځ ته کړي او د امریکا خلک باید تیار وي.

دغه چارواکي وويل: "مونږ به وګورو چې د رايې ورکولو/ پولېنګ سټیشن کې بجلي لاړه شي، احتمالي ډول د ټرانسپورټ سیسټم باندې یو ډول اغیز وګورو. موږ به د مقامي ټاکنو دفتر باندې احتمالي برید وګورو.

د CISA چارواکي وايي چې دوی د دولتي او مقامي انتخابي چارواکو سره کار کوي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې دوی د ناڅاپي ګډوډیو خلاف تیار دي. او ریاستي چارواکي وايي چې دوی چمتو دي.