آیا ماشی کرونا وایرس خپرولی شي؟

په امریکا کې د ناروغو د مخنیوي حکومتي اداره سېڼرز فار ډېزیز کنټرول اېڼد پرېوېنشن وايي داسې څه معلومات نلري چې ښايي په ماشو کې د کرونا وایرس د خپرولو صلاحیت شته

ماشي یو شمېر ناروغۍ خپروي خو ماهرین وايي کرونا وایرس نشي خپرولی.

په امریکا کې د ناروغو د مخنیوي حکومتي اداره سېڼرز فار ډېزیز کنټرول اېڼد پرېوېنشن وايي داسې څه معلومات نلري چې ښايي په ماشو کې د کرونا وایرس د خپرولو صلاحیت شته.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي کرونا وایرس د خبرو، ټوخي او یا د انتروشي (نژي، پرنجي) په مهال د انتهايي وړو قطرو یا څاڅکو دلارې د یو انسان نه بل انسان ته خپریږي.

د ملګرو ملتونو د صحت اداره، ورلډ هېلت ارګنایزېشن ډبلیو اېچ او، وايي کرونا وایرس د ماشي د ټګ دلارې یو نه بل تن ته نشي خپرېدی.

که ماشي لکه د ملېریا په رنګ د یوشمېر ناروغو د خپرېد سبب جوړیږي نو کرونا وایرس ولې د یو انسان نه بل انسان ته نشي منتقل کوولی؟

ای پي وايي یوې ورستۍ څېړنې د دغې پوښتې ځواب موندلی دی.

ماهرین وايي د دې نه وړاندې چې ماشی د کرونا وایرس د خپروولو صلاحیت ولري، پکار ده چې دغه وایرس د ماشي په بدن کې نور بچي راوړي او زیات شي.

خو د ماشي په بدن کې د کرونا وایرس د نسل زیاتېدل نه دي موندل شوي. څیړونکو د ماشو دریو مختلفو قسمونو په بدنونو کې د کرونا وایرس داخل کړل خو وایرس یې په بدنونو کې زیات نشو.