د وکې لیکس نومې ویب پاڼې چارواکو په انټرنیټ باندې د عراق جنگ په حقله د امریکې خفیه پوځي معلوماتو خورولو دفاع کړې ده.
د عراق جنگ په حقله وکې لیکس شا اوخوا ۴٠٠،٠٠٠ دستاویزات شائع کړې دي چې پکښې عراق کې د ملکې کسانو وژنې، نیول شوؤ خلکو باندې د زور زیاتي او عراق کې د ایران لاس وهنې په باره کې تفصیلات درج دي.
د وکې لیکس باني جولئین اسانج وئیلې دستاویزاتو د عراق جنگ په حقله حقائق څرگند کړې دي.
د برطانيي سرښار لندن کې یو خبرې غونډې ته وینا کې، اسانج وویل د جنگ د میدان نه دې رپورټونو کې د کوم مخبر یا د کومې ډلې او یا د کوم کس نوم نه دی شامل کړی شوې چې د چا د پاره د زیان سبب ووگرځي.
ددې نه وړاندې، امریکې پوځ، د دستاویزاتو شائع کولو غندنه کړې وه او وئیلې ؤ چې ددې په وجه د امریکې عسکرو یا د هغوي عراقي ایتلافیانو ته نقصان رسیدی شي.
په وکې لیکس ویب پاڼه باندې شائع شوې دستاویزاتو کې د کال ٢٠٠٣ د مارچ د میاشتې نه واخلې د تیر کال تر اخره پورې په عراق کې د وژل شوؤ کسانو شمیره درج شوې ده. دستاویزات وائې په دغه موده کې د تشدد په پیښو کې ١٠٩،٠٠٠ کسان وژل شوې دي. او ٦٠ فيصده وژل شوې خلک عام عراقیان دي.
د عراق یوې ادارې وئیلې دغه شمیره صحیح نه ده. او په وژل شوؤ ١٠٠ؤ کې ٨٠ کسان عراقي ملکي تنان دي.
وکې لیکس ددې نه وړاندې هم د امریکې حساس پوځي معلومات په انټرنیټ شائع کړې دي. سږ کال، وکي لیکس په افغانستان کې د جنگ په حقله ٧٧،٠٠٠ دستاویزات شائع کړل چې پکښې د مخبرانو نومونه هم شامل کړی شوې ؤ.