په انټرنیټ د امریکائې خفیه معلوماتو شائع کیدو امکان

  • ډیوه رپورټ

د وکې لیکس ویب باني باني جولیئن اسانج

د امریکې خارجه وزارت وئیلې وکې لیکس نومې ویب پاڼه په راتلونکې نزدې وخت کې د امریکې سفارتي سرگرمو په حقله حساس معلومات په انټرنیټ باندې د خورولو تیاری کوي.

د امریکې د خارجه وزارت ترجمان پې جی کراؤلې د شورو په ورځ وئیلې وزارت په بهر هیوادونو کې د امریکې سفارتخانو سره په رابطه کې دی چې کوربانه هیوادونه و کې لیکس د طرفه په راتلونکې نزدې وخت کې د معلوماتو د ممکنه شائع کیدو په حقله خبرادر کړې.

پې جی کراؤلي وویل راز کې ساتل شوې د سفارتي خط او کتابت په حقله دحساسو معلوماتو خوریدل به د امریکې قامي سلامتیه د پاره د نقصان خبره وي، ددې په ترڅ کې به د خلکو ژوندونه او د امریکې قامي مفادات د خطر سره مخ شي.

ترجمان وویل د معلوماتو افشا کیدلو په وجه ممکنه ده چې د امریکې او د امریکې د اتحادي هیوادونو په منځ کې تاؤتریخوالی هم رامنځته شي.

وکې لیکس ویب پاڼي ددې نه وړاندې د افغانستان او عراق جنگ په حقله خفیه معلومات په خپله ویب پاڼه باندې شائع کړې دي. گمان کیږي وکې لیکس د سفارتي رابطو یا ډپلومیټک کیبلز په حقله ٢٦٠،٠٠٠ دستاویزات لري او د افغانستان جنگ په حقله ١٥،٠٠٠ نور دستاویزات او داسې امریکائې ډویو فلمونه هم لري چې په افغانستان کې شوې تلافات پکښې ښودلی شوې دي.

امریکې د وکې لیکس د طرفه د افغانستان او عراق جنگ په حقله د معلوماتو خورولو غندنه کړې ده خو وکې لیکس وئیلې معلوماتو د خورولو د لارې حقائق وړاندې کړی شوې دي.

تیره هفته د سویډن حکومت د وکې لیکس باني جولیئن اسانج باندې د جنسي زور زیاتي په الزام د هغه د گرفتارۍ حکم جاري کړی دی. جولیئن اسانج ددغه الزامات رد کړې دي.

د هغه وکل وائې د خپل کار په وجه جولئین اسانج خپل د اوسیدو ځائې په راز کې ساتي.