د امریکې پوځي مشر د وکي لیکس غندنه کړې

  • ډیوه رپورټ

A cluster of life rafts floats near the cargo ship Sulpicio Express Siete a day after it collided with a passenger ferry off the waters of Talisay city, Cebu province in central Philippines. Divers combed through a sunken ferry to retrieve the bodies of more than 200 people still missing from an overnight collision.

د امریکې د پوځ مشر ایډمرل مائیک مولن وئیلې وکي لیکس ویب پاڼې د امریکې دښمنانو ته قیمتي معلومات په لاس ورکړې دي.

مائیک مولن د خالي په ورځ په انټرنیټ د ټویټر د لارې د وکي لیکس غندنه وکړه.

وکي لیکس په خپله ویب پاڼه باندې د عراق جنگ په حقله تر څلور لاکو پورې خفیه معلومات شائع کړې دي. امریکائې چارواکو د ویب پاڼې دغه گام غندلی دی.

ایډمرل مائیک مولن ویئلې وکي لیکس د غیر ذمه وارۍ نه کار اخستې دی.

خو د وکي لیکس باني، جولیئن اسانج، د خپل گام دفاع کړې ده. د خالي په ورځ په لندن کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې هغه وویل چې د دستاویزاتو شائع کولو فیصله يي د حقائقو د پاره کړې ده او په دې کې د کوم کس او یا د کومې ډلې نوم نه دې اخستل شوی.

د وکې لیکس لخوا شائع شوې دستاویزات عراق کې د کال ٢٠٠٣ راهسې د جنگ، د نیول شوؤ کسانو سره سلوک او د ملکې تنانو د وژل کیدو په حقله دي.

دامریکې د دفاع وزارت ترجمان جیف موریل وئیلې دغه دستاویزات د پیښو په حقله نا کافي معلومات دي چې مکمل خبر نه څرگندوي.