نوى ډيلى :حامد انصاري سره جوبائيډن ليدلى

دهند په سفر تللي دامريکا مرستيال صدر جو بائيډن دخپل هندي سيال حامد انصاري سره دنهې په ورځ نوي ډيلي کې ليدنه کړې ده.
جوبائيډن دگل په ورځ هندوستان ته رسيدلى ؤ اؤ هغه به دصدر پرناب مکهرجي اؤ وزيراعظم منموهن سنگهـ ترڅنگ نورو لوړپوړو هندي چارواکو سره دامريکا اؤ هندۍ دخوښۍ په بيلا بيلو چارو خبرې اترې کوي.
جوبائيډن به په نوي ډيلي کې دامريکائي سفارت خانې عملې ته وينا هم کوي.
بائيډن به راتلونکې دوه ورځې په ممبۍ کې تيروي چې دغلته به هغه کاروباري مشرانو ته دبمبۍ سټاک ايکسچينج کې پاليسي خطاب کوي.
وروستو به هغه سنگاپور ته رسيږي.
هندوستان ته دبائيډن درسيدو وړاندې سپينې ماڼۍ وئيلي ؤ چې دغه دوره به په سيمه کې دشراکت دارۍ دمضبوطولو لپاره يوه مهمه موقع پيدا کړي.