دافغانستان پولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشورو په ورځ په يو پوځي کاروان دسړک دغاړې بمي چاؤدنه شوې چې پکې يو عسکر وژل شوى او 15 نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي دغه بمي چاؤدنه دپيراملټري فرنټيير کور په عسکرو دميرانشاه څخه 40 کلو ميټره لرې شمال لوري ته په سپين وام سيمه کې ترسره شوې ده.
پيښه کې ژوبل عسکر سي ايم ايچ ته رسول شوي دي او دچاؤدنې له امله گاډي ته په جزوي توگه زيان رسيدلى دى.
په ميرانشاه کې يو امنيتي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل دا يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وه چې پکې يو پوځي کاروان په نخښه کړل شوى دى.
هغه وويل د20ؤ گاډو په کاروان کې يو گاډى په نخښه شوى چې له امله يې يو عسکر وژل شوى او 15 نور ژوبل شوي دي.
په پيښور کې يو بل امنيتي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وويل دپيښې وروستو امنيتي ځواکونو کور په کور دتندلارو دلټونې عمليات پيل کړي او پوځ دهيلي کاپټرو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده.