د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکې په يو بريد کې لږ ترلږه 7 شکمن جنګيالي وژل شوي دي.
دافغانستان سره په پوله پرته دغه جنګ ځپلې سيمه کې دتير يو شواروز په مهال دغه دډرون دوهم بريددى.
له دې وړاندې دخالي په ورځ د طالب جنګيالو داستعمال لاندې په يو کور ترسره شوي بريد کې شپږ تندلاري وژل شوي وؤ.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وئيلي دي داتوار په سحر دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې دتندروه جنګيالو په دوؤ ګاډو څلور ميزائيل داغل شوي دي.
تر دې مهاله په دغه بريد کې دوژل شوؤ کسانو پيژندګلو نۀ ده شوې.
سرچينې وائي دبريد په مهال په سيمه کې پينځوؤ ډرون الوتکو الوتنې کولې.
امريکائي چارواکي تور لګوي چې په شمالي وزيرستان کې دالقاعده او دافغاني طالبانو دحقاني ډلې خوندي ځالې دي او له دغه ځايې څخه جنګيالي دافغانستان پولې ته وراوړي ، په امريکائي او افغاني پوځ بريدونه کوي.