د وزیرستان او خېبر بمي چاودنو کې د دوؤ ماشومانو په گډون څلور کسان وژل شوي

Indian men sit on the roof of a house which is submerged in the floodwaters of the River Ganges after heavy monsoon rains in Salori, India.

د افغانستان پولې سره نزدې د پاکستان په قبایلي سېمو خېبر او شمالي وزیرستان کې د خالی په ورځ بمي چاودنو کې څلور ماشومان او دوه عسکر وژل شوي دي.
د رپورټونو ترمخه د خېبر ایجنسۍ په لنډي کوتل سېمه کې بمي چاودنې کې د سکول دوه ماشومان ووژل شول او د لسو ماشومانو په گډون 13 کسان ټپیان شوي دي.
سرچېنې وایي چادونه د یو ځاېي قبایلي مشر ملک رسول خان حجرې سره نزدې هاغه مهال وشوه چې کله دغلته یوه جرگه روانه وه.
ژوبل کسان د علاج لپاره نزدې د خېبر ایجنسۍ روغتون ته رسول شوي دي. بلخوا د قبایلې سېمې شمالي وزیرستان ځاېي چارواکي وایي چې د امنیتي ځواکونو یو گاډې دته خېلو نه مېرانشاه ته روان چې په بویا کلي کې د دوي گاډې د سړک په غاړه په ښخ کړل شوي یو مائن وروختو.
چارواکي زیاتوي د چاودنې له امله دوه عسکر وژل شوي دي او گاډې په مکمل توگه تباه شوې دی.
د پاکستان په قبائيلي سيمو کې اکثر د سړک په غاړه مائنونه د د امنيتي ځواکونو گاډو ته ايښودل کيږي او يا هم د تندلارو لخوا امنيتي ځواکونو گاډي په ريموټ کنټرول بمونو الوځول کيږي