د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دنهې په ورځ دشکمنو بې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوي ميزائيلي بريد کې لږ ترلږه 5 شکمن جنگيالي وژل شوي دي.
راپوروه وائي دډرون لخوا دجنوبي وزيرستان دمرکز وانا څخه 20 کلو ميټره لرې لويديز لوري ته په لنډي ډاگ سيمه کې دتندلارو په يوه ځاله بريد ترسره شوى دى.
دډرون لخوا دتندلارو په شکمنه ځاله دوه ميزائيل داغل شوي چې پکې 5 جنگيالي وژل شوي خو په سمدستي توگه دا نۀ ده په ډاگه شوې چې ايا په وژل شوؤ کې دالقاعده يا کوم طالب مشر هم شامل دى که نه؟، خو په تيرو وختونوکې دډرون په دغه رقم بريدونو کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په شمول گڼ شمير مقامي او دالقاعده سره تعلق لرونکي تندروه کمانډران وژل شوي دي.
دډرون لخوا چې دنهې په ورځ په کومه ودانۍ دغه بريد ترسره شوى سرچينې وائي هغه په سيمه کې ديو مقامي تن فضل کرم ملکيت دى او تندلارو به دغه وداني دخپلې ځالې په توگه استعمالوله.
پاکستاني پوځيانودوه کاله دمخه په جنوبي وزيرستان کې دموجودو سلگونو جنگيالو په ضد ستر عمليات ترسره کړي وؤ چې پکې د30,000ؤ ځمکنيو پاکستاني پوځيانو ترڅنگ جيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو هم برخه اخستې وه او دپاکستان حکومتي چارواکو په دغو عملياتو کې دسلگونو جنگيالو دوژنې ادعاوې کړي دي.
جنوبي وزيرستان : دډرون بريد کې پېنځه جنگيالي وژل شوي دي
جنوبي وزيرستان : دډرون بريد کې پېنځه جنگيالي وژل شوي دي