پرويز رشيد وايي د ټوپک مارو به په گډه مقابله کوؤ

پرويز رشيد وايي ټولو له به د هغو ترهگرو په ضد مقابله کول وي ، څوک چې د ټوپک په زور په مونږ خپله ايجنډا مسلط کوي

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير پرويز رشيد وايي ، مونږ ټولو ته به د هغو عناصرو په ضد جنگ کول وي ، څوک چې د ټوپک په زرو خپله ايجنډا په مونږ نافد کوي .
د اتوار په ورځ کراچۍ کې مطبوعاتو سره خبرو کې پرويز رشيد ووئيل حکومت د جمهوري کلچر د مضبوطيا دپاره کار کوي . او زياته يې کړه چې جمهوريت د زغم او يو بل سره په پُرامنه توگه دخبرو اترو نوم دی .
د اطلاعاتو وزير ووئيل مونږ ټولو له به د هغو ترهگرو په ضد مقابله کول وي ، څوک چې د ټوپک په زور په مونږ خپله ايجنډا مسلط کوي .
نوموړي زياته کړه چې په حامدمير د شوې حملې د تحقيقاتو زمه واري د سندهـ د صوبايي حکومت ده ، او مرکزي حکومت به په دغې لړ کې د صوبائي حکومت پوره مرسته کوي .
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې ای پي پي ترمخه وزيراعظم نوازشريف په صحافي حامدميرد شوې حملې د پلټنې دپاره د درې کسيزه عدالتي کميشن جوړولو پرېکړه کړې ده .
پرويز رشيد وائي په حامدمير د شوې حملې د تحقيقاتو نه وړاندې په دغې بريد کې د ککړو کسانو په اړه څه وئيل به د وخت نه مخکې وي .
خود نوميالي صحافي حامدمير ورور عامرمير د خالي په ورځ کراچۍ کې د نامالومه وسله والو په بريد کې د هغه د ژوبلېدو وروستو نېغ په نيغه دغه تور پورې کړی ؤ ، چې په حامدميرد شوي بريد په شا د پاکستان د استختباراتي ادارې ائ ايس ائ او د دغې ادارې د مشر لفټننټ جنرال ظهيرالسلام لاس دی .
عامرمير وئيلي ؤ ، چې حامدمير ورته وړاندې دا خبره کړې وه که چرته په هغه بريد وشو ، نو دا به پرې ائي ايس ائي او د دغې ادارې مشر لفټننټ جنرال ظهيرالسلام کړی وي .
ولې د حامد مير د ورور د تور وروستو د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي ايس پي ار لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل په ائي ايس ائي او د ادارې په مشر بغيرد څه ثبوته تور لگول افسوناک او د گمراه کُن گرځول شوي دي .
ائي ايس پي ار وئيلي د پېښې دې ازادانه پلټنې وشي ، چې حقيقت په ډاگه شي .
بلخوا ته پوليس چارواکو وئيلي چې د پېښې د پلټنې دپاره يې کميټې جوړه کړی ، او هغه د پېښې پلټنې کوي .
صحافي حامدمير باندې د شوې حملې د صحافيانو د تحفظ نړيوال تنظيم کميټي ټوپروټيکټ جرنلسټ (سي پي جی ) او پاکستان کې د صحافيانو ځايي تنظيمونو او سياسي ډلو غندنه کړې ده ، او صحافيانو د خالي او اتوار په ورځ د دغې پېښې په ضد احتجاجي مظاهرې کړي دي .
د سي پي جی د ايشيا پروگرام مشر بوب ډيټز وئيلي په حامدمير حمله دې پله اشاره ده چې د نوازشريف حکومت د دې قابل نه دی پاتې شوی چې په هېواد کې صحافيان د تشدد څخه وساتي .
له دې وړاندې هم سي پي جی په خپل رپورټ کې پاکستان په نړۍ کې د صحافيانو دپاره خطرناک هېواد گرځولی دی .