ډبلیو اېف پي:د ترکي پوځي عملیاتو وروسته په شام کې یو لک خلک بې کوره شوي

په شام کې د بشري حقونو د څار ډلې سیرین ابزرویټري فار هیومن راېټس تر مخه د ترکي عسکرو لخوا پیل شوو عملیاتو وروسته پېل شوې جګړه کې د وژل شوو خلکو شمیره ۳۰ ته رسیدلې.

د خوراک نړېوالې ادارې ویلي په شمالي شام کې د ترکي پوځي عملیاتو شورو کیدو وروسته تراوسه یو لک خلک بې کوره شوي. د نړیوالې ادارې تر مخه زیات تره خلک د راس العین او تل ابید د ښارونو نه راوتلي.

په شام کې بیا کرد پلو سیرین ډیموکرېټک فورسز د ترکي هغه دعوه رد کړې چې ګنې ترکي عسکرو سرحدي ښار راس العین نیولی.

په شام کې د بشري حقونو د څار ډلې سیرین ابزرویټري فار هیومن راېټس تر مخه د ترکي عسکرو لخوا پیل شوو عملیاتو وروسته پېل شوې جګړه کې د وژل شوو خلکو شمیره ۳۰ ته رسیدلې.

ترکي د چارشنبې یا شورو په ورځ په شمال شرقي شام کې دغه عملیات وروسته د هغې پېل کړي چې وايي د دغه عملیاتو مقصد په شمالي شام کې د کردي ځواکونو نه دغه سیمه پاکول او دغه سیمه غیرپوځي سیمه یا بفر زون جوړول دي. ترکي په شام کې مېشت دغه کردي عسکرو ته د هغه ترهګرو پلویان وايي څوک چې د ترکي نه بېلیدل غواړي.

تر دې دمه ترکي په دغه جګړه کې د خپل یو عسکر د وژل کیدو پخلی کړی. د ترکي د دفاع وزیر ویلي په جګړه کې درې نور عسکر ژوبل شوي هم دي خو نور يې څه معلومات نه دي ورکړي. د ترکي او شام په پوله روانه دغه جګړه کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې رپورټونه هم راغلي.

امریکايي چارواکو ویلي چې په شمالي شام کې د کوباني په سیمه کې يې یوه پوځي چیک پوسته وروسته د هغې خالي کړې کله چې د دغه پوستې سره نژدې د ترکي لخوا ویشتل شوی یو میزاېل پریوتی.

که څه هم په کوباني کې د امریکايي پوځ لوې مرکز ته څه زیان نه دی رسیدلی او چارواکو ویلي تمه لري چې د دغه پوستې خالي کول به عارضي او د څو ورځو لپاره وي.

ناټو په ترکي غږ کړی چې د زغم نه کار واخلي. ترکي د ناټو غړی هم دی. د ناټو ستر سېکتر جېنز سټولټنبرګ که څه هم د شام کردي جنګیالو نه د ترکي امنیتي اندېښنې منلي خو دا خبرداری يې هم ورکړی چې د ترکي لخوا دغه عملیات د خود سره اسلامي ریاست یا داعش پرضد شوې کامیابۍ د خطر سره مخ کولی شي. خود سره اسلامي ریاست یا داعش وړاندې د شام په دغه برخو کنټرول لرلو.

د ناټو ستر سېکتر دغه خبرې په استنبول کې د ترکي د خارجهوزیر سره د یو ګډ خبري کانفرنس په وخت کې کړي. د ترکي خارجه وزیر په دغه مهال ویلي چې ترکي د دغه خطر مخه نیولو کې د ناټو نه د همکارۍ تمه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ناېب سکتر مارک لوکاک په خپل یو بیان کې ویلي چې د ترکي لخوا په شمالي شام کې روانو عملیاتو کې د اولسي خلکو د مرګ ژوبلې په رپورټونو اندېښمن دی او دا چې ګڼ شمیر خلک د دغې جګړې نه د ځان ژغورلو لپاره د پولې دواړه خواو ته په خپلو کورونو پریښودو مجبوره شوي.