وټس اېپ وايي د استعمالوونکو معلومات به د فېس بک سره شریکوي

د پاکستان د ساينس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير فواد چوهدري ویلي د وېټس اېپ په تکلاره کې د بدلون په ترڅ کې د صارفینو د معلوماتو د تحفظ دپاره به قانون سازي کوي

په انټرنېټ د پېغامونو د تبادلې اېپلېکېشن (اېپ) وټس اېپ د رازدارۍ په خپله تګلاره کې د بدلون پريکړه کړې او د اېپ استعمالوونکو ته وېل شوي چې د ٨ مې فرورۍ وړاندې ورسره دغه بدلون ومني، په بل صورت کې به دوی د دغه نېټې نه پس وټس اېپ نشي استعمالوولی.

د مجوزه بدلون په اړه د وټس ايپ دریځ

وټس اېپ وايي د دغه اېپ د کاروونکو د موبايل شمېره ، ځای، د موبايل قسم ، د ايي پي درک ، په وټس اېپ د پيژندګلو عکس او د موبایل اي ايم اي ايي شميره د فيس بک سره شريکوي چې بيا به د نورو کمپنو اشتهارونو دپاره کرولو ورته اجازه وي ۔

د پاکستان د حکومت عکس العمل

د پاکستان د ساينس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير فواد چوهدري د وټس اېپ د رازدارۍ پاليسۍ کې بدلون دفکر وړ بللي او ویلي یې دي په خصوصي توګه دا خبره نوره هم خفه کوونکې ده چې دا بدلون د امريکا ، انګلستان او یورپي هيوادونو دپاره نه دی او په هغوي نه ده لازم چې وټس اېپ ته دخپلو استعمالوونکو معلوماتو شريکولو اجازه ورکړي ۔

فواد چوهدري تر مخه ډير زر به پاکستان کې د صارفينو ډيټا یا معلومات محفوظولو دپاره قانون معرفي کړي چې د لارې به یې په هيواد د خلکو په انټريټ ډيټا او معلومات خوندي ساتل کېږي.

د انټرنټي حقونو فعالان څه وايي ؟

د بايټس فار ال په نوم د اټر نيټ حقونو غير دولتي ادارې يو مشر هارون بلوچ وايي دوټس اېپ له لوري د رازدارۍ تګلارې دغه بدلون د صارفينو د حقونو پرضد ګنل کېږي خو بيا دا د وټس اېپ خپله خوښه ده چې کوم شرطونه ښايي نو کارونکي به يي په منلومجبوره وي ۔ که پاکستان څه هم قانون سازي وکړي خو دغه په وټس اېپ نشي پر ځای کولی ځکه چې وټس اېپ يو نړيوال پليټ فارم دی او د هر څه دپاره حدونه ټاکل شوي وي ۔

هارون بلوچ وايي ا د وټس اېپ د دغه بدلون د پاکستاني قانون له لارې مخه نيول ممکن نه دي خو بيا دا ممکن ده چې د پاکستان حکومت د وټس اېپ انتظاميه سره دا ستونزه د خبرو د لارې هواره کړي ۔

د انټرنېټ د حقونو مبارزه نګهت داد وايي ، د انټرنېټ په دغه جديد دور کې د رازدارۍ په اړه ستونزې د نړۍ هر ګوټ کې موجود دي او بيا د رازدارۍ په اړه وخت په وخت غږونه هم پورته کېږي۔

اوسامه خلجي د بولو بي نومې ادارې مشر دی چې د ډيجيټل حقونو دپاره اواز پورته کوي وايي ، د وټس اېپ د رازدارۍ د دغه بدلون معنا دا چې بيا به فيسبک کولی شي چې د کارونکو ذاتي معلومات د نورو کمپنو سره د کاروباري ګټې او اشتهارونو دپاره وکاروي ۔

خلجي وويل ، دا يو داسې ګام دی چې د شري حقونو او انټر نيټ حقونو فعالان يي غير مناسب ګني او د دې پرضد عکس العمل هم راپورته شوې ۔

د وټس اېپ په بدل کې کوم اېپس موجود دي ؟

د وټس اېپ د اعلان نه وروسته په ټولنيزو رسنيو نور اېپس کاروولو پوسټونه ليدل کېږي او داسې ښکاري چې ځينې کارونکي د وټس اېپ د تګلارې بدلون ته غاړه نه ږدي.

سګنل ، ټيلي ګرام او واير په نومونو درې اېپس چې د وټس اېپ په ځای کارول کيدی شي او ماهران وايي سګنل نومې ايپ په دغو کې د پيغامونو او معلوماتو رازدارۍ په اړه تر ټولو غوره ګنل کېږي.

د سګنل ايپ تر مخه د وټس اېپ له لوري د رازدارۍ تګلاره کې د بدلون د اعلان وروسته په دوو ورځوکې تر دوه لکه نوي کارونکو دا ايپ ډاؤنلوډ کړی او دسګنل صارفينوکې زياتولې ليدل کيګي ۔