د اوکراین د اوډیسا بندرګاہ څخه د غلو برامدات بیا شروع شول

د ترکیې دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې د ګل، دوشنبې، په ورځ به نور سمندري جهازونه هم د اوډیسا نه روانېږي خو د دغو کېښتو شمېره یې و نه ښودله

د فېبرورۍ په میاشت کې په هېواد د روس د یرغل نه پس په لومړي ځل د ګل، دوشنبې، په ورځ د اوکراین د اوډیسا بندرګاه نه د غلې برامدات بیا شروع شول.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د سیرالیون بیرغ لرونکې کارگو لومړی کښتۍ "رزوني" د لبنان لپارہ روانه شوه.

د ترکیې دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې د ګل، دوشنبې، په ورځ به نور سمندري جهازونه هم د اوډیسا نه روانېږي خو د دغو کېښتو شمېره یې و نه ښودله.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا له اوډیسا څخه د صادراتو د بیا پیل هرکلی وکړو.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو سره خبرو کې اوډیسا نه د سمندري جهازو تګ بیا شروع کېدل "ډیرہ مثبتہ خبرہ" وبلله.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوټریس یوه ویاند سټیفن دوجاریک وویل چې دا یقینی کول چی غله نړیوال بازارونو تہ غلہ ورسی، یوہ بشری اڑتیا دہ."

دوجاریک زیاته کړه چې د خوراک نړیوال پروګرام پلان لري چې د ملګرو ملتونو په چارټر شوي کېښتۍ کې د اوکراین څخه د بارولو او وړلو لپاره 30,000 میټریک ټنه غنم واخلي.

همداشان د گل یا دوشنبې په ورځ د برتانیې د دفاع وزارت وویل چې د روسیې ځواکونو په تیرو څلورو ورځو کې ورو پرمختګ او د حکمت عملی سرہ یوازې د دونیتسک په شمال ختیځ کې بریدونو هڅه کړې وه۔

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، روسیه هم احتمال لري چې د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې له شمالي برخې څخه د اوکراین جنوبي برخې ته پہ کافی شمېرہ کی ځواکونه ولېږي۔

یادہ دی وی چی روسیې له څو میاشتو راهیسې د اوکرایین پلازمېنې کییف ته د تګ پر وړاندې له مقاومت سره مخامخ کېدو وروسته خپلې هڅې پر دونباس متمرکزې کړې چې پکې دونیتسک او لوهانسک ولایتونه هم شامل دي. د جولای په پیل کې ختیځ ته د وسائلو بیا ځای په ځای کولو سرہ روسیه د لوهانسک کنټرول کول ترلاسہ کړو۔

بلخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په داسې وخت د ختیځ دونیڅک سیمې له خلکو څخه د وتلو غوښتنه وکړه، چې په دې سیمه کې لا هم سخته جګړه روانه ده او روس غواړي‌ چې پر دې سیمه بشپړ کنټرول تر لاسه کړي.