راو انوار ځمکې وخوړ که اسمان ته وخوت؟

راو انوار د پاکستان د پولیسو یو داسی نوی پیری دی چې وجود یې شته دی خو لیدل کیږي نا. د پولیسو او استخباراتو جاسوسانو، خبریالانو او په زرگونو  پاکستانیانو ورپسې، شاړې – ابادې او غرونه— دشتې چاڼ کړل خو د راؤ انوار درک نه لگي.

راو انوار د پاکستان د پولیسو یو داسی نوی پیری دی چې وجود یې شته دی خو لیدل کیږي نا. د پولیسو او استخباراتو جاسوسانو، خبریالانو او په زرگونو پاکستانیانو ورپسې، شاړې – ابادې او غرونه— دشتې چاڼ کړل خو د راؤ انوار درک نه لگي.

نو راو انوار ځمکې وخوړ که اسمان ته وخوت؟

په ٢٦ مه جنورۍ د پاکستان ستر عدالت د سند صوبې د پوليسو مشر ته امر کړې وو چې په درېو ورځو کې راؤ عدالت ته وړاندې کړي خو د دغه نیټې د تېریدلو ورستو هم د راو انوار هيڅ درک نه لگي.

د نقيب د قتل څخه ورستو راؤ چرته وليدل شو؟

په راؤ تور دی چې هغه په ١٣ مه جنورۍ د مسيدو پښتنو د ٢٧ کلن نقيب الله مړ کړو. د نقيب بچي یې یتيمان، ښځه کونډه او مور پلار یې ورله غمجن کړل.

په اخبارونو کې چاپ شول راؤ په ٢٠ مه جنورۍ په کراچۍ ښار کې د نقيب د وژنې د پلټنې کونکې ډلې ته د مخامخ کیدلو څخه انکاري شو.

د پاکستان نشریات وايي، راؤ په ٢١ مه جنورۍ د کراچۍ څخه د جهاز په لاره د پاکستان پایه تخت اسلام اباد ته ورسېدلو.

چارواکي وايي، راؤ په ٢٣ مه جنورۍ د اسلام اباد هواي ډگر څخه دبۍ ته روان ؤ چې ایف اي ای یعني د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې جهاز ته سپرېدلو ته ورپرې نه ښودلو.

خو راؤ د هوايي ډگر څخه چرته لاړو ؟

د رآو درک ولې او څومره مهم دی؟

په راؤ د ٣٠٠ سوو څخه زیاتو بې گناه پاکستانیانو د وژلو تور دی.

په راؤ تور دی چې هغه د پاکستان د تر ټولو طاقتوره کاروباري (ریل سټېټ ټایکون) ملک رياض د گران پوشه منصؤبو لپاره د کراچۍ په مضافاتو کې کلي ویجاړ کړي دي.

په راؤ تور دی چې هغه د پاکستان پيپلز گوند په سنده صوبه کې د کراچۍ د اردو ژبې ویونکو سیاسي مخالفينو د کارکنانو قتلِ عام کړی دی.

په راؤ تور دی چې هغه د پاکستان د پوځ لپاره په کراچۍ کې د ترهگرو په ضد په مشکوکه عملیاتو کې د وزيرستان په سوونو ځلمي دم پته کړي دي.

د راؤ انوار نیول او سزا کیدل چاته تاوان رسولی شي؟

که راؤ انوار وموندل شو او که نا، په دواڼو حالتو کې په هغه لگيدلي تورونو د سند واکمن پيپلز گوند ته تاوان رسولی دی.

د څېړونکو خیال دی که راو انوار ونیول شو او اقراري شو نو پیپلز گوند به خپل ووټونه وبایلي، په ځانگړې توگه به په فاټا او پښتونخوا کې پیپلز گوند د کرکې یو سیمبول جوړ شي.

ایا ملک رياض ته به هم د راؤ انوار په نيولو څه نقصان ورسي؟ د پاکستان د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه د ملک رياض په ذاتي نوکرانو کې د پاکستان پخواني پوځي جر نیلان، پخواني ججان، پخواني پوليس افسران، او انتر دې د ټي وي چینلو مشهور کوربانه شامل دي.

ددې مطلب دا نه دی چې هغه سزا کیدلی نه شي خو حقیت دا دی چې د پاکستان د پخواني طاقتوره ستر قاضي افتخار چودهري د ځوي او دملک ریاض په منځ کې د مقدمې د جگړې پای د ملک رياض په بري شوی وو.

تر اوسه په ملک رياض د سوونو مقدمې جوړې شوي دي خو ښاغلی د یو سیکنډ لپاره هم نه دی گفتار شوی.

پاتې شوه خبره د پاکستان د پوځ، نو تاسو به اکثره د پاکستان د پنجاب صوبې زیاتره سیاست دانان او دانشوران د ټي وي په خپرونو کې اوريدلي وي چې وايي "فوج تو اس مُلک کا اصلي مالک هی" یعني پوځ خو ددې وطن اصلي مالک دی.

جلسې، جلوسونه، پرلتونه او لاریونونه

د نقيب الله د بې گناه وژنې په ضد په ټول پاکستان په ځانگړې توگه په کراچۍ کې د ٢٠ مې جنورۍ څخه احتجاجي کیمپ لگول شوی دی.

د نقيب د پلار ملک محمد خان نه علاوه گڼ شمېر پاکستاني سیاسي مشرانو، ټولنيزو فعالينو او مذهبي مشرانو دغه کیمپ ته په وینا کې د رآو د نیولو او ورته د سزا ورکولو غوښتنې کړي دي.

د هېواد په یو شمېر برخو کې د مظاهرو تر څنگ د وزيرستان څخه د مسيدو تحفظ مومینټ د سیوري لاندې پښتون لاریون هم وتی دی چې دفاټا څخه، پښتونخوا اوبیا پایه تخت اسلام اباد ته ور روان دی.

په نشریاتو، مطبوعاتو، ټولنيزو رسنیو، حجرو بیټکونو، بازارونو او کورونو کې د نقيب په بې گناه وژنه بحثونه روان دي او ټول په ټوله یو تپوس کوي چې—

راؤ انوار ځمکې وخوړ که اسمان ته وخوت؟