وایټ هاوس: صدر بایډن په کرونا وایرس اخته شوی

صدر جوبایډن

د امریکې صدر جوبایډن د کرونا وایرس ټېسټ مثبت ختلی دی. دا خبره وایټ هاوس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړه.

وایټ هاوس په یو بیان کې وویل 79 کلن بایډن ته د کرونا وایرس په ضد وېکسین او بوسټر ستنې لګول شوي دي.

وایټ هاوس وویل بایډن ته پېکس لوېډ نومې دوا ورکړی کېږي او په وایټ هاوس کې د خلکو نه جلا کار کوي.

وایټ هاوس وویل ترڅو د صدر بایډن د کرونا وایرس ټېسټ منفي نه وي راغلی تر هغه وخت پورې به په نتهايې کې د صدارت ذمه وارۍ ترسره کوي.

د صدر بایډن نه مخکې د امریکايي حکومت نور ګڼ شمېر اهم چارواکي په کرونا وایرس اخته شوي وو.

اېنټني بلېنکن

د سږ کال د می په میاشت کې د امریکې خارجه وزیر اېنټي بلېنکن د کرونا وایرس ټېسټ مثبت موندل شوی و.

تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د وایټ هاوس ترجمانه جېن ساکي ته هم د کرونا ناروغي شوي وه.

ډاکټر اېنتي فاوچي چې اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د کرونا وایرس په ضد د امریکې د کوښښونو مخ بللی، د جون په میاشت کې یې د کرونا ټېسټ مثبت موندل شوی و.

81 کلن داکټر فاوچي د صحت د چارو په اړه د صدر بایډن مشیر دی.

ډاکټر اېنتني فاوچي