ډبلیو ایچ او: په غزه کې د پولیو پرضد کمپاین په ښه ډول پیل شو

د روغتیا نړیوال سازمان د نهې یا سه شنبې په ورځ وویل چې دوي په مرکزي غزه کې خپل د پولیو پرضد کمپاین د کامیابۍ سره پیل کړي او د اسرایلو له بریدونو سره سره یې په لسګونو زره ماشومان واکسین کړي.

د اسرایلي پوځ او فلسطیني وسله والې ډلې حماس تر منځ د یوې موافقې د برخې په توګه، ټاکل شوې وه چې د غزې په جګړه کې بشري وقفه د ګل یا دوشنبې په ورځ پیل شي. هدف وو چې په سلګونو زرو ماشومانو ته ورسیږي.

خو له هغه څو ساعته مخکې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه دفتر ویلي وو چې اسرایلي ځواکونو په سیمه کې دننه د الاقصی روغتون ته څېرمه پر خیمو بریدونه کړي چې پکې څلور کسان سوځېدلي او ژوند یې د لاسه ورکړی.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې UNRWA ویلي چې د غزې په مرکزي ښار نصیرات کې د دوي یو سکول چې د واکسین کولو مرکز ټاکل شوی و، د اتوار او ګل ترمنځ د شپې پرې حمله شوي چې له امله یې ۲۲ تنه وژل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویاند طارق جاسرویک د ګل په ورځ په جنېوا کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ګل/ دوشنبې په ورځ په مرکزي سیمه کې څه باندې ۹۲ زره ماشومان، یا شاوخوا نیمايي ماشومانو ته چې د پولیو په ضد واکسین لپاره په هدف شوي وو، واکسین شوي دي.

هغه وويل، "هغه څه چې موږ د همکارانو څخه ترلاسه کړي دا دي چې واکسين کول پرون پرته له کومې لوي مسلې بغیر ترسره شوي، او موږ هيله لرو چې دا به همداسې دوام ومومي."

نورو بشردوستانه ادارو د غزې په شمال کې د پولیو کمپاین په عملي کیدو په اړه اندیښنې څرګندې کړې، چیرې چې د اسرایلو بریدونه روان دی.

مرستندویه ادارو تیره میاشت د واکسین لومړنی پړاو پداسې حال ترسره کړو چې یو ماشوم د اګست په میاشت کې د ګوزڼ یا د پولیو ټايپ ۲ وایرس له وجې په جزوي توګه مفلوج شوي و، دا په 25 کلونو کې په یاده سیمه کې لومړۍ پیښه وه.