ډبلیو ایچ او: د علاج لپاره له غزې د زرګونو کسانو د ایستلو لپاره نورو لارو ته اړتیا ده

د غزې لپاره د روغتیا د نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) یو اعلی چارواکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، د زرګونو فلسطینیانو په ګډون د ژوند ژغورنې علاج ته اړتیا لرونکي ماشومان له غزې پټۍ د وتلو لپاره نورو طبي لارو ته بیړنۍ اړتیا لري.

په غزه او نیول شوې فلسطیني خاوره لوېدیځه غاړه کې د ډبلیو ایچ او استازی ډاکټر ریک پېپرکورن له غزې څخه د ویډیو لینک په وسیله خبریالانو ته وویل، د رفح له لارې باید ډېر ناروغان مصر ته لاړ شي، خو وایي دوی نورو طبي لارو ته هم اړتیا لري:

"لومړۍ طبي لاره چې موږ یې په ریښتیا غواړو بیا فعاله کړی شي لوېدیځې غاړې او ختیځ یروشلم [بیت المقدس] ته تللې روایتي لاره ده چې باید لومړیتوب ورکړل شي. روغتونونه په ختیځ بیت المقدس او لوېدیځه غاړه کې د ناروغانو د ترلاسه کولو لپاره چمتو دي".

ډاکټر پېپرکورن وویل، د اسرایل او حماس تر منځ د ډزبندۍ د روان تړون په بنیاد په ورځ کې تر 50 پورې فلسطیني ناروغان او له هغوی سره ملګري کسان له غزې ایستل کېدای شي، خو د ده په وینا تر اوسه پورې دوی توانېدلي چې هره ورځ یواځې څه باندې 39 ناروغان وباسي.

د ډبلیو ایچ او د استازي په وینا د علاج لپاره د خلکو د ایستلو شمېر باید زیات شي ځکه چې وایي له 1,2000 تر 14,000 پورې ناروغان وتلو ته اړتیا لري، چې پکې لږ تر لږه 5,000 ماشومان دي.

وایي دغه کسان د صدمو [ټراما]، د زړه تکلیف او سرطیان یا کېنسر په ګډون په بېلابېلو ناروغیو اخته دي.

د ډاکټر پېپرکورن په وینا پر اسرایل د حماس له ترهګر برید مخکې په غزه کې هره ورځ له 50 تر 100 پورې ناروغان د ختیځ بیت المقدس او لوېدیځې غاړې روغتونونو ته وړل کېدل چې زیاتره پکې د زړه او سرطان په ناروغیو اخته کسان وو.

د اسرایل او حماس تر منځ د جګړې په لومړیو میاشتو کې تقریباً 5,000 ناروغان د غزې د رفح سرحدي ښارګوټي له لارې ګاونډي مصر ته او ځینې یې نورو هیوادونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي وو.

خو کله چې اسرایلي پوځ د تېر کال د می میاشتې په لومړیو کې د غزې په جنوبي برخه کې تر عملیاتو مخکې د رفح لاره بنده کړه، بهر ته د تلونکو ناروغانو شمېر ناڅاپه راټیټ شو. له هغه راهیسې بیا د تېرې جنورۍ میاشتې نیمایي پورې تر 5,00 کم فلسطیني ناروغان ایستل شوي دي.

ډاکټر پېپرکورن وویل، په همدې حال کې چې بهر ته د ناروغانو د ایستلو لارې محدودې وې، ځینې خلک او د ماشومانو په ګډون شدید ناروغان مړه کېدل ځکه چې وایي دوی نه شو کولای چې پر وخت یې علاج وشي.

په جګړه ځپلې غزه کې د جګړې په مهال هم او اوس د ډزبندۍ په وخت هم د خلکو د ځانګړو ناروغیو علاج ستونځمن دی.

د روغتیا نړیواله اداره وايي د غزې په 36 روغتونونو کې یواځې 18 لا هم په جزوي توګه فعالیت کوي. تر جګړې مخکې په دغو روغتونونو کې له 3,500 زیاتې بسترې یا بیډز وو، خو اوس پکې یواځې 1,900 پاته دي.

د ډاکټر پېپرکورن په وینا د نويو زېږېدلیو ماشومانو لپاره د زیاتې پاملرنې څانګې (ICUs) او انکیوبیټرونه ډېر لږ دي، چې وایي له کبله یې طبي کارمندان په ډېرو سختو حالاتو کې د خلکو خصوصاً د ماشومانو علاج کوي:

"ځینې روغتونونه په کنډوالو بدل شوي. اکثره یې بنیادي مواد او کافي وسایل نه لري. مهم آلات تباه شوي دي او په ټوله غزه کې یواځې یو د سي ټي سکېن او ایم آر ای مشین پاته دی".

د روغتیا د نړیوالې ادارې دغه چارواکی وایي، د بدني او نفسیاتي صدمو له امله په غزه کې د ټولو فلسطینیانو لپاره د روغتیا اړتیاوې بېخي ډېرې دي. وایي ډبلیو ایچ او د اوربند له پیل راهیسې په تېرو اونیو کې د 1.6 میلین فلسطینیانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو لپاره غزې ته 105 لارۍ طبي توکي راوړي دي.