پښتنې میندې د نارینه اولاد خواهش ولې کوي؟ 

ماهرین وايي هغه ټولنې د ترقۍ  او سوکالۍ په زغل کې وروسته پاتې دي چې د صنف یا جنس په بنیاد تقریق پکې زیات دی

د پښتنو په سماجي موضوعاتو او رويو تحقیق کونکي وايي قبایليت او نرواکي ګڼ شمېر پښتنې میندې مجبوره کړي چې د نارينه اولاد خواهش شروع کړي خو د اسلامي علومو ماهرین وايي اسلام د صنف په بنیاد اولاد ته د ترجیح ورکولو اجازت نه ورکوي.

ماهرین وايي هغه ټولنې د ترقۍ او سوکالۍ په زغل کې وروسته پاتې دي چې د صنف یا جنس په بنیاد تقریق پکې زیات دی.

د پېښور پوهنتون د ټول پوهنې شعبې استاذه نائيله امان قاضي وايي د دوی د تحقيق تر مخه د پښتنو په ټولنه کې قبایليت او نرواکۍ له وجې میندې مجبوره شی چې د نارينه اولاد کوي.

نائيله امان قاضي وايي ډیر پښتانه د خپلې پښتونولي په مخکې بوتلو او د حجرې او د جرګې لپاره زوی غواړي او د زياتو ناريناو کورنۍ مضبوطې ګنلی کيږي. "ټولنه دا غوره ګڼي چې نارينه ماشومان يا هلکان دې وي، ولې چې جينکۍ جرګه نه شي کولی او د جرګې مشري نه شي کولی."

د نائيله امان قاضي په نظر ګڼ شمېر پښتانه د ښځو نه دا توقع نه کوي چې لکه د ميلمستیا، بدل او "توره" په شان برخو کې به ګډون وکړي.

اغلي قاضی وايي کومې ښځې چې د صنفي تفريق د لاندې خپله ژوند کوي نو بيا د هغوي ترجيحات او خوښه هم بدله شي او هغوي هم هله ځان مضبوط ګڼي چې ډېر زامن يې وي. "هغه ښځې نازيږي چې زمونږ زامن دي."

د ښځو او ماشومانو د مرضونو ماهره ډاکټر فوزیه افريدي وايي د مور د ګېډې نه د ماشومانو صنفي تفريق شروع شي چې د هغې په قول د صنفي تشدد يو قسم دی.

هغه وایي حامله ښځې د صحت په حقله د تپوس په ځای دا تپوس کوي چې د هغې په نس د ماشوم صنف څه دی؟ "ميندې د معاېنې دوران د خپل ماشوم د صحت په حواله دومره نه وي پرېشانه څونه چې هغوي دې ته پرېشانه وي چې دا هلک دی او که جينۍ ده؟"

ډاکټر افريدي وايي ښځې چې د ماشوم د صنف په اړه دغه پوښتنه کوي نو " زياتره وجوهات پکې د کورنۍ له خوا فشار وي او په خاصه توګه ما دا کتلي دي چې خاوند ورته د دوېم واده دهړکه ورکړې وي. او چې دوي ته به د الټرا ساؤنډ د لارې معلومه شوه چې جينۍ ده نو دوي به اسقاط حمل وکړو او ماشوم به يې ضاېع کړو. ځکه بیا ډاکټرانو به هډو د ماشوم صنف ښودلو نه چې هلک دی او که جينۍ."

د اسلامي علومو ماهرین وايي اولاد ته د صنف یا جنس په بنیاد ترجیح ورکول او یا په دې بنیاد پکې تفریق د اسلام خلاف عمل دی.

مذهبي سکالر قبله اياز وايي په ټولنه کې په زنانه او نارينه کې تفريق شته او د هغه په قول د دې په شا زوړ قبایلي سوچ او جهالت دی چې اسلام یې اجازت نه ورکوي.

قبله اياز وايي:"اسلام جينکيو او هلکانو ته په يوه سترګه او يو نظر ګوري. کله چې حمل راشي او جينۍ وي نو بيا د هغې اسقاط يا غورځول محض له دې وجې چې دا جينۍ ده، دا د اسلام بيخي پر ضد خبره ده. اسلام کله هم د دې اجازه نه ورکوي."

د نړیوال صنفی تفریق په درجه بندۍ کې تیر کال پاکستان د 156 ملکونو په فهرست کې په 153 درجه و یعنی پاکستان په څلورم داسې بد ترین ملکونو کې دی چېرته د صنف په بنیاد یعنی نارینه او زنانه کې فرق کیږی.

پوهان وایي په موجوده دور کې هم د جنس په بنیاد تفريق کېږي خو په کومو ټولنو کې چې دغه فريق زیات دی نو دغه هېوادونه او ټولنې په ترقۍ او خوشالۍ کې شاته پاتې دي.