سویډن د وکې لیکس مشر نیول غواړي

  • ډیوه رپورټ

د امریکې د دفاع وزارت یعنې پینټگان په شمول د امریکې حکومت په وکې لیکس د افغانستان او عراق جنگ په حقله د خفیه معلوماتو شائع کیدو غندنه کړې ده

د سویډن سرکاري وکیلانو غوښتنه کړې ده چې د وکې لیکس ویب پاڼي باني دې د جنسي زورزیاتي الزاماتو په لړ کې د تحقیقاتو په غرض اونیولی شي.

په لندن کې د ویب پاڼې باني جولیئن اسانج وکیل مارک سټیونز وائې په جولیئن اسانج باندې لا جرم نه دی لگول شوی. هغه وویل د سویډن د سرکاري وکیلانو گامونه غیر معمولي دي.

مارک سټیونز وائې ددې کال په شورو کې کله چې جولیئن اسانج په سویډن کې ؤ نو هغه د سویډن چارواکو ته همکارۍ وړاندیز کړی ؤ.

مارک سټیونز وائې جولیئن اسانج په دې قزیه کې همکاري او مدد کول غواړي، هغه خپل نوم صفا کول غواړي، خو د سویډن سرکا‏ري وکیلانو داسې غېر معمولي گام پورته کړی چې د هغه د وکالت په دیرش کا له تجربه کې هغه ددې نه وړاندې نه دی لیدلی.

مارک سټیونز وائې د جولیئن اسانج خلاف د اخستل شوې گام خلاف به هغه اپیل کوي.

مارک سټیونز وائې جولیئن اسانج هیڅ پټول نه غواړي، غواړي چې خپل معصومیت ثابت کې، ځکه چې د هغه نوم په انټرنیټ باندې بد نام کړی شوی دی.

جولیئن اسانج د هغه خلاف لگول شوې الزامات رد کړې دي او دا يي د هغه د بدنامولو مهم گرځولی دی. هغه وائې ممکنه دا دافغانستان او عراق د جنگ په حقله د هغه د اداري وکې لیکس لخوا په زرگونو دستاویزاتو شائع کولو په انتقام کې د هغه خلاف گامونه پورته کیږې

تیره میاشت په لندن کې جولیئن اسانج ددغه دستاویزاتو د شائع کولو دفاع کړی وه .

جولیئن اسانج وائې د دستاویزاتو د شائع کولو د لارې په عراق کې د جنگ د شورو نه واخلې په رسمي توگه د جنگ د ختمیدو پورې د حقائقو تصحیح شوې ده.

د جولیئن اسانج وکیل مارک سټیونز وائې هغه ته نه ده معلومه چې په جولیئن اسانج باندې الزامات په سیاسي بنیادونو لگول شوې دي خو زیاتوي دا څرگنده خبره ده چې ښاغلې اسانج دښمنان لري.

مارک سټیونز وائې د امریکې په مخلتفو ادارو کې په سلگونو چارواکې دا وخت اسانج په نخښه کولو کې مصروف دي.

مارک سټیونز وائې په جولیئن اسانج باندې لگول شوې الزامات پیچیده مسله ده او په دې پړاؤ کې پکښې د جوابونو نه زیاتې پوښتنې پرتې دي.

جولیئن اسانج خپل د اوسیدو ځایونه پټ ساتي. سویډن چې د صحافیانو د تحفظ د پاره سخت قوانین لري، جولیئن اسانج ته يي هلته د اوسید اجازت نه دی ورکړی. مارک سټیونز وائې د خپل کار په وجه جولیئن اسانج دغه رنگ خفیه ژوند تیروې.