عمران خان وايي د کرونا د مخنیوي دپاره د ټول ملک تړل به اړی ګړی راوپاروي

د جمعې په ماښام په اسلام اباد کې د خزانې سلاکار او د پوځ ویاند ترڅنګ خبري غونډی ته عمران خان وویل چې د کرونا په اړه به د اولس نه څه خبره هم نه پټوي او د ټول تازه حال نه به یې په وخت خبروي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د کرونا وبا له وجې د ټول پاکستان بندولو توان نه لري ځکه چې که داسې یې وکړل نو هېواد کې به اړی ګړی جوړ شي.

د جمعې په ماښام په اسلام اباد کې د خزانې سلاکار او د پوځ ویاند ترڅنګ خبري غونډی ته عمران خان وویل چې د کرونا په اړه به د اولس نه څه خبره هم نه پټوي او د ټول تازه حال نه به یې په وخت خبروي.

دا خبرې د پاکستان وزیراعظم په داسې وخت کړي دي چې د جمعې تر ماښامه پورې په ټول هېواد کې د کرونا ۴۴ نوي پېښې رپورټ شوي.

پاکستان د وړاندې نه د یوشمېر مالي ستونزو سره مخ دی او د صحت دچارو ماهرین وايي چې په داسې حال کې چې په مالي وسیلو برابرهېوادونه هم د کرونا مخنیوي په چېلنج کې د وسیلو د کمی خبرې کوي څنګه به وکړی شي چې اسلام خپل اولس د کرونا وبا د بلا څخه وژغوري؟

بل پلوته د امریکا د سویلي اسیا څانګې ویلي دي چې د پاکستاني چارواکو سره په ګډه به د کرونا په ضد مبارزه کوي په سماجي وېب پاڼه ټوېټر یو بیان کې د امریکا خارجه وزارتویلي په دې لړ کې په ابتدايي توګه پاکستان ته د یو میلین ډالرو مرستې ورکوي.

د پاکستان مطبوعاتود صحت د چاروکو له خلې وايي چې د جمعې ترماښامه پورې د کرونا ټولې ۵۰۰ پېښې رپورټ شوي دي او د یوې ښځې په شمول درې کسان مړې شوي دي. د مړو شوو درې واڼو کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې سره دی.

د پاکستان مطبوعات د سیمه ایزو چارواکو له خلې وايي چې د کرونا تر ټولو زیاتې پېښې په سېند صوبه کې ۲۵۲ رپورټ شوي. دغه شان په پنجاب کې ۹۶،بلوچستان کې ۹۲، خېبرپښتونخوا کې ۲۳، د پاکستان د ولقې لاندې کشمیر او د چین خوا ته ګلګت بلتستان کې ۲۲او سرښار اسلام اباد کې ۱۰ د کرونا پېښې رپورټ شوي دي.

پاکستان کې د صوبو او د وفاق د انتظام لاندې سیمو چارواکو ویلي دي چې په یادو سیمو کې یې د کرونا ناروغانو درملنې لپاره د څارنې خصوصي طبي مرکزونه خلاص کړي دي او په ضلع کې په روغتونونو کې د کرونا بې پېسو ټېسټونو لپاره انتظامات شوي دي.