په کابل کې افغان مېرمنو خپلو حقونو د تحظ دپاره په پېنځمه ورځ هم مظاهره وکړه

یوناما د ټوېټر دلارې خپل پېغام کې په طالبانو غږ وکړو چې په احتجاج کوونکو او خبریالانو د "تشدد او ګرفتارۍ" بغېر دې د ټولو افغانانو حقونه محفوظ کړي

یوناما د ټوېټر دلارې خپل پېغام کې په طالبانو غږ وکړو چې په احتجاج کوونکو او خبریالانو د "تشدد او ګرفتارۍ" بغېر دې د ټولو افغانانو حقونه محفوظ کړي

په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر لاندې د خپلو حقونو د تحفظ په غرض ګڼ شمېر مېرمنو په کابل کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ هم مظاهره وکړه، په دې موقع طالبانو یوشمېر خبریالان ونیول په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر یوناما وویل د رای ازادي او پرامنه احتجاج د خلکو بنیادي حق دی.

د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه په کابل کې پرله پسې په پېنځمه ورځ احتجاج دپاره په لسګونو مظاهره کوونکي مېرمنې د کابل په دشت برچي برخه کې جمع شوي وې او د مزاري چارسو په لوري یې تګ غوښتلو چې طالبانو ودرولې او هم په دغه ځای یې احتجاج ختم کړو.

د احتجاج کوونکو په وېنا د مظاهرې په موقع طالبانو اته خبریالا ونیول چې وروسته پرېښودل شوو.

د روزنامه اطلاعات روز اېډیټر ذکي دریابي وویل د روزنامې پېنځه خبریال یې د لږ وخت دپاره اېسار کړی شوي وو چې وروسته ازاد شول.

په کابل کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ښځو د احتجاج نه یوه ورځ وړاندې طالبانو د خپل حکومت موقتي کابینه اعلان کړه چې څېړونکي وايي مېرمنې او اقلیتونه پکې نمایندګي نه لري.

امریکې او ملګرو ملتونو د طالبانو په کابینه کې د ښځو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی.

یوه ورځ وړاندې هم په کابل کې ښځو او سړو مظاهره کړې وه چې پکې د پاکستان په ضد هم شعارونه پورته کړی شوي وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دفتر یوناما وویل د رای ازادي، پرامنه احتجاج او په ټولنیز ژوند کې شرکت کول د هرچا حق دی. یوناما وویل د افغان مېرمنو ملاتړ کوي.

یوناما د ټوېټر دلارې خپل پېغام کې په طالبانو غږ وکړو چې په احتجاج کوونکو او خبریالانو د "تشدد او ګرفتارۍ" بغېر دې د ټولو افغانانو حقونه محفوظ کړي.

په کابل کې د مظاهرو په د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل د "مغرضو کړیو په لمسون" کېږي او د عام ولس ژوند د ګډوډۍ سره مخامخ کوي.

وزارت وویل د قانوني مظاهرو دپاره پکاره ده چې " لومړئ له عدليې وزارت څخه د مظاهرې د جوړيدو اجازه ترلاسه شي، امنيتي ارګانونه په جريان کې واچول شي تر څو یې امنيت تضمين شي، د مظاهرې مقصد او شعارونه، همدا ډول د مظاهرې محل، د پيل او پای وختونه او نور جزئيات بايد کم تر کمه ۲۴ ساعته وړاندې له اړوند ادارو سره شريک او اجازه ترلاسه شي."