په پاکستان، افغانستان او هندوستان کې د ښځوشريک ټریبونل

د ومن ريجنل نیټورک نومې تنظيم مشرانو په واشنگټن کې اعلان کړې دی چې د سيمې د ‍‍ښځو د قانوني او ټولنيزه ستونزو کې کمک لپاره یو ټريبونل شورو کوي- ومن ريجنل نیټورک په پاکستان، افغانستان او هندوستان کې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي- د نیټورک یوه مشره رخشنده ناز چې د پاکستان سره تعلق لري واېي د جنوبي ایشیا د ښځو د حقونو لپاره دا شريک ټریبونل ځکه جوړ کړی شوی دی چې په په پاکستان، افغانستان او هندوستان کې د ښځو مسلې یو شان دي یعني قانون ته رسیدلو او خپل غږ اوچتولو کې خنډان- د رخشنده ناز څخه د ډیوه همکار په واشنگټن کې په دغه اړه ځينی تپوسونه کړي دي

Your browser doesn’t support HTML5

Rakhshanda Naz, WRN

د نیټورک یوه بله مشره نجله ایوبي چې د افغانستان سره تعلق لري او په پروان کې ججه پاتې شویده واېي خوشبینه ده چې ټريبونل به په سيمه کې د ښځو لپاره ډیر گټور کارونه وکړي – د نجله ایوبي څخه د ډیوه همکار په واشنگټن کې په دغه اړه ځينی تپوسونه کړي دي

Your browser doesn’t support HTML5

Nail Ayubi,WRN