د ډسمبر وړمبۍ نیټه د ایډز ناروغۍ نړې واله ورځ

د ایډز نړي واله ورځ ددې مرض خلاف خلک یو ځائې کوي، د هغه خلکو سره د همدردۍ څرگندوي کوي څوک چې ددې مرض ښکار شوي او د هغه خلکو یادگیرنه کوي چا چې د ایډز د لاسه ژوند ورکړی دی

د ډسمبر د میاشت وړمبۍ نیټه نړۍ کې د ایډز ناروغۍ د نړې والې ورځې په توگه نمانځلې کیږي چې د مرض په هکله پوهه خوره کړی شي. دا ورځ د کال ١٩٨٨ راهسې نمانځلی کیږي.
د ایچ ايي وي ایډز د مخنیوي د پاره کارکونکې وايي دا ورځ نمانځل دا خبره په ډاگه کولو د پاره ضروره ده چې دا مرض لمنځه نه دی وړلی شوی.
د امریکې د سینټرز فار ډزیز کنټرول یا د مرضونو د مخنیوي اداره وايي نړۍ کې دا وخت ٣٥ میلینه خلک د ایچ ايي وي ایډز ښکار دي. ایچ ايي وي ایډز هاغه وائرس دی چې د ایډز مرض سبب گرځي.
په نړي واله کچه د کال ١٩٨١ راهسې ٢٥ میلنه خلکو د ایډز ناروغۍ نه ژوند دلاسه ورکړی دی چې تاریخ کې تر ټولو خونړی مرض گڼلی کیږي.
د ایډز نړي واله ورځ ددې مرض خلاف خلک یو ځائې کوي، د هغه خلکو سره د همدردۍ څرگندوي کوي څوک چې ددې مرض ښکار شوي او د هغه خلکو یادگیرنه کوي چا چې د ایډز د لاسه ژوند ورکړی دی.
د ایډز خلاف کارکونکې وايي د مرض علاج لټولو د پاره د پیسو، د پوهې او د مرض ښکار خلکو خلاف تعصب ختمول انتهائي ضروري دي.