ورلډکپ : هند د سویلي افریقې د لاسه ماتې وخوړه

ورلډکپ : هند د سویلي افریقې د لاسه ماتې وخوړه

د کرکټ ورلډ کپ 2011ء دگروپ بي ميچ کې سویلي افریقې کوربه ټيم هند ته په دریو وکټو ماتې ورکړې ده.
د هند په ناگپور ښار کې ترسره شوي ميچ کې هند د لسو وکټو په تاوان په 49ؤ اورونو کې 296 رنز جوړ کړي وؤ چې سویلي افریقې د اوؤ وکټو په تاوان په 49.4ؤ اورونو کې 300ؤ جوړولو سره مېچ کې برې ترلاسه کړو.
د هند لخوا ټنډولکر د اوؤ چوکو او درې چهکو په مرسته 111 رنز جوړ کړو. د هند ټیم اخری اته وکټو باندې یوازې 26ؤ رنز اوټ کړو. د سویلي افریقې له اړخه جېک کېلس 69 ،هاشم 61 او ډي ویلیرز 52 رنز جوړ کړو. د سویلي افریقې بولر سټین مېن اف دی مېچ یا د مېچ غوره لوبغاړې وگرځول شو.