ورلډ کپ: سري لنکا گروپ ای کې کېنیا ته ماتې ورکړی

ورلډ کپ: سري لنکا گروپ ای کې کېنیا ته ماتې ورکړی

د نهې په ورځ کولمبو کې د گروپ اى په يو ميچ کې د سري لنکا کرکټ ټېم د کینیا ټېم ته ماتې ورکړی. د ټاس گټلو وروسته کينيا د لمړي بيټنگ کولو په ترڅ کې په 43.4ؤ اوورونو کې دلسو وکټو په تاوان 142 رنز جوړولو کې کامیاب شو. د سري لنکا ټیم دغه هدف په 18.4 اورونو کې یو وکټ په زیان سر ته ورسولو.
دکينيا لخوا کولنز اوبويا 52 او ډيوډ اوبويا51 رنز جوړ کړي دي، خو ددغو دواړو لوبغاړو څخه پرته بل کوم بيټسمين ښۀ رنز نۀ دي جوړ کړي.
دکينيا څلور لوبغاړي په صفر رن اوټ شو. د سري لنکا لخوا تر ټولو زياتې 6 وکټې ليزتهـ ملينگا واخستې.
پاکستان سره شوي ميچ کې سري لنکا د ماتې سره مخ شوې وه او کينيا خپل دواړه ميچونه بائيللي دي.
دسري لنکا فاسټ باؤلر ملينگا په لسم ورلډ کپ کې په لمړي ځل برخه واخسته ، له دې وړاندې ترسره شوؤ ميچونو کې د فټنس دستونزو په وجه هغه دټيم څخه بهر کړل شوى ؤ.