د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرل اشفاق پرويز کياني دخالي په ماښام ايوان صدر کې د پاکستان صدر اصف علي زرداري سره يوه مهمه ليدنه کړې چې پکې دسلامتۍ په موجوده صورتحال خبرې اترې شوي دي.
صدارتي ترجمان فرحت الله بابر پخپل يو لنډ بيان کې وئيلي دي چې صدر زرداري او عسکري قيادت دامنيت په تازه ترين صورتحال خبرې اترې کړي، مقامي ميډيا دصدارتي ترجمان په حواله وئيلي دي چې دغه ملاقات دجنرل کياني په خواهش ترسره شوى دى.
دمقامي ميډيا ترمخه دغه ليدنه تقريباً تر يوې گينټې پورې روانه وه چې پکې دسلامتۍ ترڅنگ امريکائي چارواکو ته په شکمنه توگه ليږل شوي لانجمن خط يا ميمو گيټ اسکينډل په حواله هم خبرې اترې شوي.
شخصي ټي وي چينل ډان پخپل يو خبر کې دسرچينو په حواله دعوه کړې چې جنرل اشفاق پرويز کياني صدر سره ليدنه کې دوزيراعظم يوسف رضا گيلاني په هاغه مرکه تحفظات څرگند کړل چې پکې هغه وئيلي وؤ دميمو په معامله سپريم کورټ کې عسکري قيادت خپل بيانونه دحکومت دمنظورۍ پرته جمع کړي.
ډان دا دعوه هم کړې چې ارمي چيف صدر ته درخواست کړى وزيراعظم ته دې ووائي چې هغه خپل بيان واپس واخلي.
دعسکري او پوځي قيادت ترمينځ تاؤتريخوالي کې اضافه وروستو له هغې وشوه چې دپوځ لخوا په يو بيان کې دوزيراعظم يوسف رضا گيلاني له لوري په پوځي قيادت دائين دخلاف ورزۍ دتور دسختو نتيجو راوتلو دړکه ورکړه.
بلخوا داولسي حکومت او پاکستان دطاقتور پوځ ترمينځ اړيکو کې دتاؤتريخوالي کمولو په غرض وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دخالي په ورځ ترسره شوې دفاعي کميټۍ په يوه غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرل اشفاق پرويز کياني سره په خوشگوار انداز کې خبرې کړي.
وزيراعظم په دغه مهال وويل زمونږ حکومت ، پارليمنټ او تر ټولو سيوا وطن سره مينه کوونکى اولس دخپلو ميړنو وسله والو پوځونو په شا ولاړ دى.
گيلاني پخپله مشرۍ کې وزيراعظم هاؤس کې دکابينې ددفاعي کميټۍ يوې غونډې ته وينا کوله.
وزيراعظم زياته کړه دا زمونږ پرله پسې هڅه پاتې شوې چې دپاکستان دستر قومي مفاد په يو موثره انداز کې حفاظت وکړل شي.
هغه وويل چې په افغانستان کې ترهه گرۍ او جگړې نيغ په نيغه په پاکستان سخته اغيزه کړې.
نوموړي وويل چې په زرگونو اولسي وگړو، افسرانو او عسکرو دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد جگړه کې ځانونه بائيللي.
مونږ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې ديادولو وړ کاميابي ترلاسه کړې او دغسې مو پخپل قومي مفاد کې کړي
اسلام اباد : صدرزرداري سره جنرل کياني ليدنه کړې
صدارتي ترجمان فرحت الله بابر پخپل يو لنډ بيان کې وئيلي دي چې صدر زرداري او عسکري قيادت دامنيت په تازه ترين صورتحال خبرې اترې کړي